عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د دې اوونۍ په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې د پاکستان د واکمن اېتلاف له خوا په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره د اييني پېکېج په نوم د مسوده پارلېمان ته د نه وړاندې کولو پر لاملونو بحث شوی دی. حکومت رسماً دا نه دي ويلي چې پارلېمان ته يې د اییني بدلونونو د وړاندې کولو اراده لرله. بشپړ بحث وګورئ.
لندن مېشتی سافټوېير انجینر حنیف الرحمن وايي چې ښايې په راتلونکو څو میاشتو کې به د هغه سافټوېير لومړۍ بڼه په رسمي توګه کار پیل کړي ورسره به پښتانه له کمپیوټر یا موبایل ټېلېفون سره په پښتو خبرې وکړای شي. له نوموړي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د سېپټېمبر اتمې تر جلسې وروسته د هغه ګوند د مشرانو تر نیولو پس وضعیت ته ځانګړې شوې ده. پي ټي ای پر هغه ورځ د خپل رهبر عمران خان د خوشې کولو او امنیت لپاره په اسلام اباد کې مظاهره وکړه. بحث وګورئ.
د عوامي نېشل پارټۍ پخواني ویاند زاهد خان د اختلافاتو له امله له ګوند څخه استعفا ورکړې ده. نوموړي دا اعلان له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړ. زاهد خان د خيبر پښتونخوا د کوز دير اوسېدونکی دی
د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو ضلعو اوسېدونکي وايي چې هلته د وسلوالو طالبانو فعالیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي. په اسلام اباد کې د سولې مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې یوازې په اګست کې په پاکستان کې ۵۹ حملې شوې وې
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د ولسونو او سیاسي ګوندونو له خوا د وسلوالو پرضد د "عزم استحکام" په نوم د اعلان شويو پوځي عملیاتو د مخالفت پر لاملونو بحث شوی دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو د بلوڅو وسلوالو ډلو د زیاتېدونکو بريدونو بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي.
د دې اوونۍ د مشال تر رڼا لاندې کې په پاکستان کې د انټرنېټ ورووالي لاملونه، پر ورځني ژوند او کاروبارونو يې اغېز بحث شوی دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د پاکستان پوځ لخوا د دې هېواد د استخباراتي ادارې ای اېس ای د پخواني مشر جنرال فیض حميد د نيونې لاملونو او اغېز بحث شوی دی..
د بلوچستان پخوانی اعلاوزیر ډاکتر مالک بلوڅ وايي که بلوڅانو ته د سوله ییز احتجاج حق ورکړل شوای وای نو نه به د ریاست (دولت) نقصان کېده او نه د ولس.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په کورمه کې د شیعه ګانو او سنيانو ترمینځ د جګړې لاملونو ته ځانګړې شوی دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په خيبر پښتونخوا کې د وسلوالو د فعاليتونو، پوځي عملیاتو او د ترهګرۍ ضد حکومتي تګلارې په اړه د سياسي ګوندونو يو شان دريځونو ته په کتو هغه لاملونه څېړل شوي چې دوی متحد کېدو ته نه پرېږدي.
د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د پاکستان اېتلافي حکومت تر هغې وروسته د ډېریو ګوندونو او د بشري حقونو سازمانونو له انتقادونو سره مخامخ شوی دی چې د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر د جولای پر ۱۵مه اعلان وکړ چې پر پاکستان تحریک انصاف بندیز لګوي.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د ګیله من وزیر وژنې او په سيمه کې خرابېدونکي امنیت ته په پام د پښتون ژغورنې غورځنګ ته پر ورپېښو چېلنجونو بحث شوی دی.
د جولای پر ۱۳مه د امریکا په پېنسلوانيا ايالت کې د هغه هېواد د ولسمشرۍ انتخاباتو د رېپبلېکن ګوند ممکنه کاندید ډانلډ ټرمپ پر غونډه ډزې شوې دي چې پکې نوموړی لږ ژوبل شوی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، خوشاله دی چې ډانلډ ټرمپ روغ رمټ دی. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث د پاکستان حکومت له خوا د اعلان شويو "عزم استحکام" پوځي عملیاتو ضد د احتجاجونو اغېز ته ځانګړی شوی دی.
د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.
نور وښیئ