ظفر خان په نېدرلینډز (هالینډ) کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د مشال راډیو پر ووبپاڼه بېلابېل مطالب خپروي او داراز د نېدرلینډز او په اروپا کې د پښتنو پر ژوند راپورونه هم جوړوي. نوموړی پخوا په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال وو او هلته یې د سیند پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي موضوعاتو راپورونه جوړول.
په تېرو ۱۵ کلونو کې په بلوچستان کې ۱۸ ډاکټران وژل شوي او ۳۸ تښتول شوي دي. همدا راز د دې حالاتو له وجې ۹۴ ډاکټران کراچۍ، پنجاب او یا هم له پاکستانه بهر هېوادونو ته تللي دي.
ځينې کارپوهان وايي د دې عمل ولس ته هیڅ ګټه نه رسیږي، بې له دې چې د لوبې تماشه وکړي او له سیاستوالو یې کرکه نوره هم زیاته شي. د دې ګټه پوځي اسټبلمشنټ ته رسېږي ځکه چې هغوی د پاکستان په ۷۲ کلن تاریخ کې له نیمې زیات وخت په واک کې پاتې شوي دي.
عمران خان ښه خبره کوي، که هغه غواړي نو کولی یې هم شي خو که وګورو عاطف میا د نړۍ په کچه منل شوی اقتصاد پوهه دی خو چې احمدي و، نو اوسني حکومت لیرې کړو. که د پاکستان ټول خلک یو شان تابعیت لري نو بیا خو دې یو شان حقونه ورکړل شي، نه دا چې وویل شي، دا فلانکی او یا فلانکی دی
مشرف هم چې کله په حکومت قبضه وکړه نو د احتساب نعره یې اوچته کړه، خلکو خوښه کړه خو بیا هغه دا د سیاسي ګټو لپاره استعمال کړه. اوس هم هم اپوزشن ګوندونه دا اعتراضونه کوي. د احتساب ادارو د امتحان وخت دی. که دوی د حکومتي کسانو هم د احتساب لاندې راوستل نو په دوی به اعتراضونه کم شي
هغه درې، څلور مرمۍ لګېدلی. د پېښې په اړه پلټنې کوو. هغه په خپل ګاډي کې یوازې وو چې موټرسایکل سپرو وسله والو ورباندې
په پرلت وهونکو کې زیاتره د پاخه عمر کسان دي، دوی له ځوانۍ تر پاخه عمره په پورټ قاسم کې کار وکړ خو نوکرۍ یې پخې نه شوې.
په ۲۰۱۸ ز کال کې د افغانستان په هرات کې د زعفرانو کر زیات شوی دی. هغه ځمکې چې مخکې به کوکنار ورباندې کیدل اوس پکې زعفران کرل کیږی. په دې اړه د اې اېف پي ویډیویي راپور ظفرخان اېډیټ کړی دی.
په پاکستان کې د منځمهاله ټاکنو موضوع د روانې میاشتې له لمړیو هغه وخت توده شوه چې وزیراعظم عمران خان په دې اړه څرګندونې وکړې. له دې ورستو دوه لویو اپوزیشن ګوندونو مسلیم لیګ او پیپلز پارټۍ هم دغو ټاکنو ته د چمتوالي وویل
دا وار په خبرو کې طالبانو له مرکزي شورا ملا عباس اخوند، د حقاني شبکې استازی او د دوی مهم قومندان قاري یحیا حقاني، د ملا هبت الله اخوند د دفتر مشر امیر خان متقي او د طالبانو د پېښور شورا کمانډر محب الله حماس هم ګډون لري
سور پرې یا سرې ګونګټې په زیاتره کورونو کې د دوایي په کارولو وژل کیږي خو په چین کې یې خلک روزي او پیسې پرې ګټي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.
که د کندهار انار و یا د زیارت چرې، که د سیند بېرې وې او یا د سوات سره املوک او سرې مڼې. د وچې مېوو نه نیولې تر سپېرکو او کاږو پورې او له کوټېوال چای او پراټو واخله تر چارسدوالوڅپلو،ټوکر او غوښو دا هرڅه د کراچۍ ایمپریس مارکیټ په دوکانونو او ریړیو کې ول، خو اوس ټول ویجاړ شوي.
د پاکستان په سېنېټ کې ریاست او سرحدي سیمو لپاره د قایمه کمیټۍ (سېفران) غړی او د واکمن تحریک انصاف ملاتړی سېنېټر اورنګزېب خان وایي په تېر وخت کې د ترهګرۍ ضد جګړې او بدامنۍ له وجې نن هم په قبایلي ضلعو کې اتیا فیصده سکولونه بند پراته دي.
د ډېسېمبر پر ۱۰مه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو په اړه قراردار منظور کړ چې پکې راغلي، ایوان د بشري حقونو په لړ کې د جمهوریت د پیاوړتیا،د مذهبي لږکیو او ښځو د حقونو او انصاف لپاره په ګډه په کار کولو راضي دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ته د بلوچستان حکومت دغې صوبې ته د داخیلېدو اجازه نه ده ورکړې او هغه یې د کوټې له هوایي ډګره کراچۍ ته ستون کړی دی.
د ایران زیات زعفران په خراسان کې کرل کېږي خو په وروستیو کې وچکالۍ د زعفرانو کښت له خطر سره مخامخ کړی. په دې اړه د اې اېف پي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نومبر پر ۲۹ مه په اسټرالیا کې د نګلیر روب کارن په نامه یو تن غټ ماهی نیولی دی. ماهی نن ځایي بندرګاه "هېروي بی" ته وروړل شو. ډېری خلک یې نندارې ته ورغلل او عکسونه ورسره ویستل. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.
د پورټ قاسم په احتجاج کونکو مظاهرینو کې زیاتره په کراچۍ کې میشت د قبایلي ضلعې باجوړ، سوات او مردان مزدوران دي.
نور وښیئ