طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي عمر داودزي اسلام اباد ته خپل درې ورځنی سفر نن پای ته ورساوه. نوموړي له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د افغانستان سولې خبرو په باب یې له پاکستانیو چارواکو سره مثبتې خبرې شوې دي.
په اسلام اباد کې امریکايي سفارت د اکتوبر اتمې پر مازیګر په بیان کې ویلي چې دواړه خواوې پر دې سلا شوې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د "سولې مستقیمې خبرې یوه تاریخي موقع"
وزارت د اګست پر ۱۳مه په بيان کې د افغان رسنيو او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا رپورټ شوي بيان کې هغه ياداښتونه رد کړي چې ګواکې
په پاکستان کې د افغانستان سفير لطف الله عاطف مشعل وايي چې کابل ته د جون پر نهمه د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د سفر پر مهال د دواړو لوريو تر منځ موثر بحثونه شوي دي.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د جون پر اتمه په یوه بیان کې ویلي چې دواړو چارواکو تر بین الافغاني خبرو مخکې د اختر په درو ورځو کې د اوربند، د بندیانو د
د پاکستان ولسمشر عارف علوي په اسلام اباد کې د سنی او شيعه مسلک له دیني عالمانو سره تر غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل، د تراویح او اختر لمونځونو په اړه پر یوه ۲۰ نکاتي پلان سلا شوي دي.
د پاکستان د تجارت وزارت د اپرېل پر ۱۷مه په یوه بیان کې ویلي دي چې د پاکستان د سوداګرۍ خونې او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې غوښتنلیکونو ته په کتو یې پرېکړه کړې چې له ګوادر بندره د غنمو، بورې او سرې افغانستان ته د انتقال اجازه ورکړي.
د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په افغانستان کې د سولې د پروسې د کامیابۍ لپاره د سیاسي اجماع ضرورت دی. هغه وايي، ټول سیاسي ګوندونه د بین الافغاني خبرو طرفداره دي. له هغه سره د مشال راډیو همکار طاهر خان ویډیويي مرکه کړېده.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د امريکا او طالبانو تړون د غوره راتلونکې لپاره يو ښه ګام دی. هغه مشال راډيو سره په يوه مرکه کې وويل هيله لري چې پاکستان د افغانستان سولې لپاره خپل کردار په مثبته توګه وکاروي.مرکه ورسره طاهر خان کړې ده.
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش د پاکستان د دولت مننه وکړه چې تر څلورو لسیزو پورې یې افغان کډوال په خپله خاوره کې پاللي.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یوه کارکوونکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پلاوي مشري د عدلیې وزارت مرستیال محمد قاسم
سفارت د اکتوبر پر ۱۱مه، په یوه بیان کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا پولیسو بېګا په دویم ځل پر افغان مارکېټ چاپه وهلې او د افغانستان بیرغ یې ورڅخه وړی دی
نوي دلي او افغان حکومت د هندي انجینرانو او طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه لا څه نه دي ویلي خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ادریس زمان
د وسله والو طالبانو د قطر د دفتر یو پلاوی د روس پلازمېنې مسکو ته تللی چې له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.
ولسمشر ټرمپ د سېپټېمبر اوومې پر مازیګر پر ټوېټر په بیان کې ویلي، په پام کې وه چې د سېپټېمبر پر اتمه په کیمپ ډېوېډ کې له طالب مشرانو سره وویني.
د اګست پر ۲۷ مه نېټه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې خبرې به نن (سېشنبه) د سهار له لسو بجو پیلېږي.
یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې خلیلزاد کابل ته سفر وکړي چې "افغان چارواکي د سولې
د اګست پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د ګډې کمېټۍ پېنځمه غونډه وشوه چې پکې د افغانستان د سولې پر بهیر او راتلونکې بحث وشو. د غونډې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، دوی غواړي چې د سیاست او خبرو له لارې د افغانستان جګړه ختمه شي. ویډیو وګورئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر لومړۍ په بیان کې ویلي چې خلیلزاد، قریشي په دوحې کې له طالبانو سره تر اوسه د شویو خبرو له پرمختګه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط وویل، خلیلزاد د هغه هېواد له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره ویني.
نور وښیئ