طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
په پاړه چینار کې دیني عالم مولانا نور حسین نجفي د اکتوبر پر ۱۸مه یوې غونډې ته د خپل خطاب پر وخت وویل، په سیمه کې د مقبلو پر قافلې تر برید وروسته لارې تړل کېدو سره د هغوی د ساتنې لپاره د حکومت پالیسي ته حیران دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې نښته د اکتوبر پر ۱۷مه مازیګر پیل شوه چې تر شپې ناوخته پورې روانه وه. تر اوسه د نښتې لامل معلوم نه دی خو دواړه لوري یې یو بل په پیلولو تورنوي. د کورمې انتظامیې لا د پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
بلخوا، په پاړه چینار کې د اکتوبر پر ۱۳مه، د ترسره شویو بریدونو په تړاو د شیعه ګانو مشرانو، سیاسي شخصیتونو او علماو په ګډه غونډه کې هغه بریدونه غندلي دي. دوی له حکومته د سیمې د امنیت خرابوونکو پر ضد د ګامونو غوښتنه کړې.
د انتظامیې یو لوړپوړي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازنه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر ۱۲مه د کونج عليزو غره ته پر تلليو درو کسانو ډزې وکړې چې پکې هغوی ژوبل شول. دوی وايي وروسته وسلوالو په هم هغه سیمه کې د مساپرو د ګاډو پر کاروان برید وکړ.
د ضلعي انتظامیې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو پر شرط مشال راډیو ته وویل چې لومړۍ هغه مهال وشوه چې د کونج علي زو غره ته تللي کسان نامعلومه وسلوالو ووژل.
په همدې حال کې د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او بي بي سي خبر ورکړی دی چې د اکتوبر پر پینځمه د بلوچستان په قلات کې د سړک تر غاړې د ښخ بم په چاودنه کې درې پوځیان وژل شوي او څلور ژوبل دي.
د پي ټي اېم د بر جنوبي وزیرستان د سره روغې سیمې مشر شېر زاده مسید د اکتوبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې پوليسو په ډېره اسماعيل خان کې د غورځنګ د يو مخکښ فعال عالمزېب مسید پر کور چاپه وهلې او هغه يې له ځان سره بیولی دی.
په پاړه چینار کې د شیعه ګانو مقامي تنظیم انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګش د سېپټېمبر پر ۲۹مه د یوې غونډې پر مهال وویل، چې په سیمه کې جګړه د ودرېدلو باوجود مرکزي سړک لا هم نه دی خلاص شوی.
د بګن اوسېدونکي او مدني فعال ریحان اورکزي د سېپټېمبر پر ۲۸مه تر اوربند وروسته مشال راډیو ته وویل چې په هغه ضلع کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ زیاتره جنګونه د ځمکو لانجو پر سر شوې دي.
د کورمې د صحت محکمې چارواکو، ځايي قبایلي مشرانو او پولیسو د معلوماتو له مخې، په سیمه کې د سېپټمبر له ۲۰مې په روانو نښتو کې د سېپټمبر تر ۲۷مې ناوخته لږ تر لږه ۱۳۰ تنه ټپي شوي هم دي.
په قامي اسمبلۍ کې د کورمې د استازي حمید حسین توري د سېپټېمبر پر ۲۶مه په پاړه چینار کې ولسي غونډې ته وویل چې په سیمه کې د اوربند عملي کولو هڅې روانې دي.
ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې دواړه خواوې د یو بل پرضد درنې او سپکې وسلې کاروي چې پکې خلکو ته د ځاني ترڅنګ مالي زیانونه هم اوښتي او څاروي هم لګېدلي دي.
د زندانونو چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار همایون خان د سېپټېمبر پر ۲۴مه د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وویل چې په کورمه کې "ټول واک" وار له مخه د امنيتي ځواکونو په لاس کې دی نو ځکه باید روان تاوتریخوالی ودروي.
په سیمه کې د جګړې پر ضد د سېپټېمبر پر ۲۳مه لسګونه کسانو په پاړه چینار کې احتجاج وکړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې جګړه دې ودرول شي.
په سیمه کې د جګړې ضد د سېپټېمبر پر ۲۲مه لسګونه کسانو په پاړه چینار کې احتجاج وکړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې جګړه دې ودرول شي.
د تاوتریخوالي تازه پېښو له وجې په کورمه کې د تګ راتګ لارې او سرکاري دفترونه، ښوونځي او بازارونه تړلي دي چې له وجې یې د سیمې اوسېدونکي د خوراک څښاک او نورو شیانو په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو مشال راډيو ته ویلي چې هغه نښتې خوار کلي او بالیش خیلو ته هم غځېدلي دي او اوس هم ورو ورو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د مليخېلو یو ولسي مشر حشمت علي مشال راډیو ته وویل چې تازه نښته پر داسې مهال شوې چې د سېپټېمبر پر اوومه د کورمې او د خوست د ځايي مشرانو او د طالبانو حکومتي چارواکو ترمینځ خبرې وشوې چې پکې پرېکړه وشوه چې د سېپټېمبر پر ۱۰مه به بیا سره کښېني چې هلته د پوستې جوړولو پر سر زېږېدلې لانجه هواره کړي.
نور وښیئ