صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
په کوټه کې یوه ناحکومتي اداره د بېوزله او یتیمو ماشومانو پالنه کوي. دا اداره د اېس او اېس چلډرنز وېلېچ یا د ماشومانو کلي په نوم استوګنځی لري چې پکې لسګونه ماشومان اوسي. دا سرپناه په ۲۰۰۴ز کال کې جوړه شوې وه چې پکې مېشت ماشومان وايي، د خویندو، وروڼو په څېر اوسي. ویډیويي رپورټ.
غلام مصطفا مېنګل د کوټې د اسماعیل کلي اوسېدونکی دی چې له شاوخوا ۱۰ کلونو راهیسې بېلا بېلې هنري ټوټې جوړوي.
د کوټې لوی عمر لرونکو ښځو د ښېګړې اداره کې هغه بې وزله ښځي اوسي چې څوک نه لري او یا د بېلا بېلو ستونزو له کبله يې کورنو پرېښي او دلته یې پناه اخستې دي. دې ادارې له ۲۰۱۵ز کاله تر اوسه د ۴۵ ښځو په وړیا توګه پالنه کړې ده او اوس هم دلته ۱۶ښځې د ژوند شپې او ورځې تېروي.
د بلوچستان په کوټه کې په نشو روږدو کسانو درملنې مرکز تر دا مهاله لږ تر لږ ۷۰۰۰ کسان رغولې دي. دې مرکز ته د بلوچستان ترڅنګ د پاکستان له نورو صوبو او افغانستانه هم روږدي کسان وروړل کېږي. په دې اړه صمد شبنم ویډیويي رپورټ وګورئ.