شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
په خیبر پښتونخوا کې انتخابات پر هغو څوکيو وشول چې د بلدياتي استازو د مړینې یا استعفاګانو له کبله خالي شوې وې او یا هم د نوماندۍ اسنادو (کاغذات نامزدګي) د نه جمع کولو له کبله خالي پرتې وې.
ضمني بلدياتي انتخابات د خیبرپښتونخوا د باجوړ، خيبر، پېښور، مردان، نوښار او چارسدې په ګډون د ۲۱ ضلعو د ۶۵ کليوالو (وېلېج) او ګاونډ (نېبرهوډ) شوراګانو د استازو ټاکلو لپاره وشول.
د پاکستان د اساسي قانون د ۲۲۴مې مادې ترمخه اسمبلي د خپل وخت تر پوره کولو مخکې تر ماتېد وروسته ټاکنې په ۹۰ ورځو کې باید وشي خو د ایین ۱۷(۲) برخه وایي چې "کمېشن باید د هرې سرشمیرنې په رسمي توګه د خپرېدو وروسته حلقه بندۍ وکړي.''
د کمېشن وياند سهېل احمد د اګست پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل د خېبرپښتونخوا د باجوړ، خيبر، پېښور، مردان، نوښار او چارسدې په ګډون د ۲۱ ضلعو په ۶۵ کلي (ويلېج) او ګاونډ (نايبرهوډ) کونسلونو کې ضمنې ټاکنې کېږي.
په چارسده کې د سبزۍ منډۍ د دوکاندارانو او مزدورانو کاربندیز کړی
ملګري ملتونه د اګست ۲۱مه د ترهګرۍ پېښوکې ښکار شویو د یادولو او ورته د پېرزوینو وړاندې کولو ورځ لمانځي. په خیبر پښتونخوا کې په تېرو دوو لسیزو کې په ناامنۍ کې ډېرې پښتانه ځپل شوي چې ورڅخه یې یوه د باجوړ تاج مینه ده چې اوس په نوښار کې اوسي. تفصیل په ویډیو کې.
د خیبر پښتونخوا نګران اعلا وزیر اعظم خان د اګست پر ۱۸مه د کابینې د غړو نومونه د منظورۍ لپاره ګورنر ته لېږلي او هغه ورباندې لاسلیک کړی وو.
د چارسدې یو اوسېدونکی ابراهیم کاکا وايي، د ۱۹۴۸ز کال د اګست پر ۱۲مه په بابړه کې د خدايي خدمتګارو تحریک ګڼو غړو او پلویانو د خان عبدالغفار خان باچا خان د زنداني کېدو ضد مظاهره کوله چې د هغه وخت صوبايي حکومت امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې او لسګونه کسان یې ووژل. نور په ویډیويي مرکه کې.
پي ډي اېم اې په بیان کې ویلي دي چې د اګست له ۱۳مې څخه د سیلۍ او د سختو ورښتونو له کبله په خوړونو او سیندونو کې د سېلاب امکان هم دی.
بلخوا د چارواکو او ځايي ولس په وينا د اګست پر اوومه په ميرلي کې مخپټو وسلوالو د جمعیت علمای اسلام (ف) د رسنیو څانګې پر ځايي مشر جاوېد نور داوړ بريد وکړ چې په نتيجه کې يې هغه ژوبل شو.
د اګست پر څلورمه د جمعیت علما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ په پېښور کې جرګه وشوه چې د ګڼو ملتپالو او مذهبي ګوندونو مشرانو، استازو او قبایلي مشرانو پکې ګډون کړی وو.
چارواکو دا څرګندونې د اګست پر درېيمه په چارسده کې د وژل شویو پولیسو په یاد په یوه غونډه کې له مشال راډيو سره په خبرو کې وکړې. دا په داسې حال کې ده چې نن (د اګست پر څلورمه) په خیبر پښتونخوا کې حکومت په حملو او نښتو کې د وژل شویو پولیسو د یاد ورځ لمانځي
د خیبر پښتونخوا د چارسدې په ابازیو (ابازو) کې امونه پاخه شوي دي خو باغوانان وايي چې سږ کال بې وخته او زیاتو بارانونو د امونو باغونه زیانمن کړي. په پاکستان کې زیات امونه په سیند او پنجاب کې کېږي او په خیبر پښتونخوا کې یوازې په چارسده کې زیات پیدا کېږي. د ابازیو امونو په اړه ویډیويي رپورټ.
د مفاهمتلیک یوه اساسي موخه دا ده چې د محتسب ادارې کارکوونکي په میراث کې د ښځو د برخې له قانونه سم خبر وي او په دې توګه له ښځو سره د خپل حق په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
د جولای پر ۱۳مه په پېښور کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د خیبر پښتونخوا د امدن او ګټو ادارې (بورډ اف رېوینیو) له چارواکو سره موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې یو اېس اې ای ډي په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رېکارډ رسمي کولو په لړ کې مرسته کوي.
خان وویل تر یو شمېر پېښو وروسته کاروباریان ځانونه خوندي نه ګڼي او که حکومت د دې مخه ونه نیسي نو مجبور دي چې کاروبارونه په نورو صوبو کې خوندي ځایونو ته یوسي.
د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ ترمخه د جون ۲۵مې په ماښام د بونير په تخته بند سيمه کې د تیز باران له وجې يوه زنانه وژل شوي او شپږ کسان ژوبل شوي دي. دا راز د مردان ضلع په ګړۍ کپوره کې د کور چت د غورځیدو له امله یوه ښځه او د هغه شپږکلن زوی ژوبل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا په میداني سیمو کې وار له مخې ګرمي زیاته شوې او په ځینو سیمو کې د تودوخي درجه ۴۶ ته رسېدلې ده.
د خيبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت د جون په ۲۰مه د څلورو مياشتو لپاره په اعلان کړي بحټ کې د ۴۵۰ اربه روپو په بجټ کې په پنشونونو کې د ۲۵سلنه زیاتوالي لپاره پیسې ځانګړي شوي دي.
نور وښیئ