شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
د ناوګۍ اوسیدونکي راز ولي خان باندې تور وو چې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې یې خپله ښځه په چرییز ټوپک ویشتې وه. د نوموړي وکیل حیا خان د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، پر ملزم تور ثابت شوی او عدالت ورته د خپلې ښځې د وژلو په تور ۱۴ کاله او د ناقانونه وسلې د ګرځولو په تور درې کاله نوره سزا اورولې ده.
دا تر هغې وروسته ده چې کله د تحریک انصاف مشر عمران خان د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه په لاهور کې خبریالانو او بیا هم ټېلېويژن سره په خبرو کې وويل چې ولسمشر عارف علوي له وزیراعظم شهباز شريف وغواړي چې له قامي اسمبلۍ څخه دې د اعتماد رايو واخلي.
د مومندو په غلنۍ کې د جنورۍ پر ۱۱مه د امن پاڅون غونډه شوې چې پکې ګډونوالو له حکومته د امنیت ټینګښت غوښتنه وکړه. غونډه د مومندو د سیاسي ګوندونو اتحاد جوړه کړې وه. د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د ټولې صوبې امنیت ته ژمن دی او په دې برخه کې یې د وسلوالو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. ویډیويي رپورټ.
د بېلابېلو سياسي ګوندونو غړيو د جنورۍ پر پینځمه د خیبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې مرکز خار کې د امن پاڅون په نوم جلسه وکړه. د جلسو دا لړۍ د پښتنو سياستوالو او قومي مشرانو د ولسي امن پاڅون په نامه د هغو هڅو برخه ده چې دوی پکې له حکومته امن غواړي.
د باجوړ جلسې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن دواړ، د عوامي نېشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسین بابک او ګڼ نور سياستوال ورغلي دي.
حکومت وايي د بازارونو او د ودونو هالونو په وختي بندولو سره به ۶۲ اربه روپۍ بچت کېږي
د باجوړ د ولسي پاڅون په تیره غونډه کې هم د خرکنو د کلي د ځمکو یادونه شوې وه. په ناوګۍ کې شوې غونډې غوښتنه کړې وه چې حکومت دې د کروندګرو پر کرنیزه ځمکه سرکاري ودانۍ نه جوړوي.
په باجوړ کې تر دې وړاندې هم د بدامنۍ پرضد د ځايي ولس له خوا پراخ احتجاجونه او پرلت تر سره شوی وو چې یو شمېر سیاسي مشرانو پکې ګډون کړی وو.
د وفاقي حکومت د اطلاعاتو وزیرې مريم اورنګزېب د عمران خان تر اعلان وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې "انتخابات به د عمران خان په خوښه نه کېږي." حکومت وايي، تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو ماتولو ته نه پرېږدي.
نېکټا تر هغې وروسته کمېټۍ ته رپورټ وړاندې کړی چې له اوړي راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي. په ګڼو سیمو کې خلکو د مظاهرو، جرګو او پرلتونو له لارې پر حکومت غږ کړی چې د وسلوالو مخه دې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت او تحریک طالبان پاکستان دواړه وايي چې د افغان طالبانو په منځګړتوب رامنځ ته شوی اوربند برقرار دی.
د تحریک انصاف مشر بې له ثبوت ورکولو دعوه وکړه چې په پاکستان کې چې اوسمهال څه روان دي هغه د پوځ د واکمنۍ پر وخت هم نه کېدل. "دا څه کارونه چې کېږي، دا د مارشل لا دي. د [پخواني پوځي واکمن پروېز] مشرف په مارشل لا کې هم داسې حال نه وو."
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د پاکستان د پارليمان غړی، علي وزير له نيږدې دوو کلونو راهیسې په دې تور بندي دی چې د پوځ پر خلاف یې خبرې کړې او د رياست پر ضد یې د ولس د پارولو کوښښ کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر مملک هنا رباني کهر د ایف اې ټي ایف د يادې پرېکړې هرکلی کړی دی.
عمران خان د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل په میاشت کې د پاکستان جمهوري اتحاد (پي ډي اېم) د بې باورۍ تحریک له لارې له واکه لیرې کړی وو او نوموړی له هغه وخت راهیسې په اشارو کنایو کې د پاکستان د پوځ پر مشر قمر جاوېد باجوه نيوکې کوي.
د ګلګت یو ځايي خبریال شبیر میر د اکتوبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې عبدالله بېګ تر خوشي کېدو وروسته ګلګت ته رسېدلی دی.
نور وښیئ