شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
د واکمن تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی ساجد مومند د اکتوبر پر شپږمه مشال ریډیو ته وویل، حکومتي او اپوزېشن غړي ټول په دې خبره یوه خوله دي چې د پخوانۍ فاټا د پارلېماني غړو شمېره دې زیاته کړل شي.
د باجوړ د پولیسو ویاند سلیمان خان لخوا رسینو ته د اکتوبر پر څلورمه د جاري شوي یو خبر تر مخې د پولیس صنفي تحفظ یونټ به شپه او ورځ کار فعال وي او په دغه یونټ کې به روزنه شوي پولیس غړي کار کوي.
پاکستان انسټيټیوټ اف ډېولېپمنټ اکنامکس (پایډ) دغه شمېرې د یادې کمېټۍ غونډې ته د سېپټېمبر پر ۲۷مه وړاندې کړې دي.
د دوایانو د قیمتونو لوړوالي او په لیبارټریو کې د ټیسټونو د ګرانۍ پر ضد پېښور های کورټ کې هم دغه شان درې مقدمې د سېټېمبر پر ۲۳مه اورېدل شوي چې پکې یوه مقدمه د پېښور های کورټ وکیل سیف الله محب کاکا خېل لخوا هم روانه ده.
خلک وایي، دلته خو نمبرې ډېرې واخلي، خو چې کله د میډیکل او انجینیرنګ لپاره په انټري ټیسټ کې ورنه امتحان واخېستل شي، بیا پکې زیاتره ناکامه شي.
په احتجاج کې شریکو خلکو د هغو کسانو خوشي کولو غوښتنه هم کوله چې د دوی په وینا، د سېپټمبر پر ۱۶مه د شپې پرمهال امنيتي سرتېرو له ځان سره بیولي وو.
نېشنل کمانډ اینډ اپریشن سنټر د سېپټمبر پر درېیمه په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوي بندیزونه به د پنجاب په ۱۵ او خیبر پښتونخوا په هغه ۸ ضلعو کې عملي کېږي چې وایرس ډېر خلک ځپلي دي.
دا خبره د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای ایس پي ار - ویاند میجر جنرل بابر افتخار د اګست پر ۲۷مه په راولپنډۍ کې خبري غونډې ته کړې ده.
محسن داوړ وايي، هلته یو ریاست وو، جمهوریت جوړ شوی وو، دا د افغانستان د جمهوریت او ریاست پرضد برید دی.
د عیني شاهدانو په وینا، خلک د جولای پر ۲۱مه د اختر سیل لپاره بند ته ورغلي ول او هلته په کښتیو کې ناست ول چې د یوې کښتۍ فرشي تخته ماته شوه او په ډوبېدو شوه.
له تربېلې سره نېږدې د صوابۍ سیمې اوسېدونکي وايي، د ګرمۍ له زیاتېدو سره او د تربېلې ډیم د بجلۍ بندښت ورته مشکلات جوړ کړي.
د لرغونیو اثارو د محکمې صوبایي ډایرېکټر عبدالصمد خان د انګریزۍ ورځپاڼې ډان د جون پر لومړۍ نېټه ویلي، محکمې یې د دواړو ودانیو قبضه اخیستې او مالکانه حقونه یې صوبایي حکومت ته انتقال شوي دي او اوس به یې میوزیم ګرځوي.
محسن داوړ د مې پر ۳۱مه مشال ریډیو ته وویل، له ډېرې مودې راهیسې یې له ملګرو سره د یوه نوي ګوند جوړولو لپاره سلا مشورې روانې وې چې له یوې سیاسي لارې د ولس بیانیې او ستونزو هوارولو لپاره هلې ځلې وکړو.
د مې په ۲۵مه، د کډوالو نړیوالې ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په یوه خبره پاڼه کې ویلي چې د سږني کال تر پایه پاکستان مېشتو افغان کډوالو ته سمارټ کارډونه جاري کوي.
د مومندو پوليس د مې له ۱۸مې څخه په هړتال وو او غوښتنه يې کوله چې د دوی هغه ۱۰۰ غړي چې له مومندو د خيبر پښتونخوا چارسدې، صوابۍ، نوښار او ځينو نورو ضلعو ته بدل شوي، بايد بېرته مومندو ته ولېږدول شي.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د مې میاشتې پر اتمه د انتخاباتو په قانون کې په دوه مادو کې ترمیم نافذ کړ چې اولنی ترمیم د الېکشن ایکټ ۲۰۱۷ز په ۹۴ ماده کې تر لومړي شق لاندې بهر مېشتو پاکستانیانو ته په راتلونکو ټولټاکنو کې د ووټ اچولو حق ورکوي.
نور وښیئ