راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
ګوهر اعجاز د فبرورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتو پر ورځ د ګرځنده ټېلېفون شبکې او انټرنېټ بندول اسانه پرېکړه نه وه خو د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو پښین او کلا سیف الله کې په بمي چاودنو کې یې د ۲۸ کسانو تر وژل کېدو وروسته دا کار وکړ.
د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي سازمان عورت مارچ په اسلام اباد کې د عدالت د هغې پرېکړې پر ضد مظاهره کړې چې پکې یې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي ته د عدت مودې نه پوره کېدو پر سر د بند سزا واروله. ویډیویي راپور.
بېرسټر ګوهر خان د فبرورۍ پر درېمه په اسلام اباد کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د عدالت پر دې پرېکړه سختې نیوکې وکړې.
دا پرېکړه د پاکستان لنډمهالې کابينې د قبایلو او سرحدونو د چارو وزارت (سيفران) په غونښتنه کړې ده. د پريکړې له مخې په پاکستان کې د کډوالۍ یا پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) کارډونو موده د روان کال د مارچ مياشتې تر ختمېدو پورې غځول شوې ده.
د مقدمې اوريدنه د فبرورۍ په دویمه په اډیاله جيل کې جج قدرت الله وکړه ۔ د اوريدنې پر مهال د وکيلانو لخوا په شاهدانو جرح وشوه او وکيلانو خپل حتمي دلايل هم مکمل کړل.
د پاکستان رسنۍ وايي چې د احتساب ملي ادارې (نیب) د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې د دواړو پرضد په هغه عدالت کې تازه مقدمه دایره کړې وه او ویلي یې ول چې هغوی په خپلو شتمنیو کې له بهرنیو هېوادونو او چارواکو د ترلاسه کړو ډالیو تفصیل نه دی ورکړی.
د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.
د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته د جنورۍ ۲۱مې مظاهره د کیڼ لاسې جمهوري جبهې (لېفټ ډېموکریټېک فرنټ) او د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتي کمېټۍ مشرانو او غړو له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې د بلوڅانو د روان پرلت د ملاتړ لپاره جوړه کړې وه.
کمېشن وايي چې پر دې هم غور کوي چې که په ځینو انتخاباتي حلقو کې د نخښو بدلول و نه درېدل، نو هلته به ورسره د ټاکنو له ځنډولو پرته بله لاره نه وي.
د کورمې یوشمېر اوسېدونکو، چې پکې ماشومان هم شامل ول، په اسلام اباد کې مظاهره کړې ده او له حکومته یې په هغه ضلع کې د امنیت غوښتنه کړې ده. د جنورۍ ۱۴مې د مظاهرې ګډونوالو په وروستیو کې په کورمه کې پر مساپر وړونکو ګاډو د وسلوالو حملو غندنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
د سپریم کورټ د چیف جسټس قاضي فايز عیسا په مشرۍ د قاضي محمد علي مظهر او قاضیې مسرت هلالۍ درې کسيزه جرګګۍ د جنورۍ پر ۱۳مه د پېښور های کورټ هغه پرېکړه رد کړه چې پکې یې د تحریک انصاف ګوند ته د بیټ نخښې ورکولو امر کړی وو.
شنونکي وايي چې د سېنېټ قراردادونه لازم الاجرا نه وي او زیات قانوني ځواک نه لري، خو پکې د انتخاباتو د ځنډولو یا پر ټاکلي وخت د کولو په اړه د پرېکړه لیکونو دایرول د بېلابېلو سیاستوالانو او ګوندونو د نظرونو څرګندولو ترڅنګ د انتخاباتو په اړه بې باوري او شکونه زېږولای شي.
د پشتین وکیلانو د جنورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې د جنورۍ پر څلورمه د اسلام اباد عدالت په څلورم کېس کې هم د پشتین ضمانت منظور کړ خو له اډیاله جېله تر خوشې کېدو وروسته په نوي تور جهلم جیل ته یوړل شو.
د پشتين وکيل اېمل خان مندوخېل د جنورې پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې دا مقدمه د غورځنګ د بهرني تمویل په اړه وه چې قاضي شاه رخ ارجمند واورېده او د پشتين ضمانت یې منظور کړ.
د ماواری عدالت وژنو او جبري بې درکيو پر ضد اسلام اباد ته ورغلیو پرلتوالو شکايت کړی چې پولیس یې په تکليفوي. خو د احتجاجیانو مشرې ماهرنګ بلوڅې د جنورۍ پر درېیمه د خبري غونډې پرمهال اعلان وکړ چې د ټولو مشکلاتو باوجود به خپل احتجاج ټول ملک ته غځوي.
د پرلتوالو مشرې ماهرنګ بلوڅې د ډېسېمبر پر ۲۶مه مازیګر له چارواکو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې پولیسو هم د هغو وسلوالو مرسته کړې او د احتجاجیانو پر غوښتنې سربېره یې د هغوی پرضد کاروايي نه ده کړې.
نور وښیئ