راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له زيتون (ښوون) څخه د جوړو شويو خوراکي توکو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی چې زياتره توکي له خيبر پښتونخوا څخه ورته راوړل شوي ول.
په بیان کې راغلي دي چې د فيض حميد پرضد تورونو کې په سیاسي چارو کې لاسوهنه، د راز ساتلو له قوانینو په سرغړونې سره د ریاست خوندیتوب او ګټو ته زیان رسول، د واک او سرکاري وسایلو ناسمه کارونه او خلکو ته ناجایزه زیان رسول شامل دي.
په اسلاماباد کې د ډېرې مودې راهیسې پښتانه بېلا بېلې مزدورۍ کوي خو په وروستیو کې هلته کارکونکي خلک شکایت کوي چې پولیس یې ځوروي او ځینې زندانونو ته اچوي. د بشري حقونو فعاله او وکیله، ایمان مزاري، وایي چې دوی د ۳۰۰ کسانو د نیول کېدو معلومات لري.
مزارۍ کښلي چې هغه د خپل موکل د لیدو لپاره د مارګلې تاڼې ته ورغلله او تر غوښتنو وروسته چې پولیسو پرېښوده نو مطیع الله جان یې په حوالات کې و نه موند.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې افغانان د ډېسېمبر تر ۳۱مې وروسته په هغه ښار کې د پاتې کېدو اجازه نه لري.
د پاکستان لویو سړکونو ادارې (نیشنل های وې اتارټي این ایچ اې) د نومبر پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي چې هم د تېرې شپې د اتو بجو څخه به د پېښور نه اسلام اباد موټروې په ګډون اسلام اباد ته تلونکي ټول سړکونه تر دویم اعلانه پورې بند وي.
بشرا بي بي له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې د توشه خانې په دویمه قضیه کې بندي وه. په هغه مقدمه کې پر نوموړې او مېړه یې تور دی چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې.
پرېکړه د نومبر پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د لوړپوړو ولسي او پوځي چارواکو په غونډه کې وشوه. په غونډه کې د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر او د څلورو صوبو اعلا وزیرانو په شمول لوړپوړو حکومتي، پوځي او استخباراتي چارواکو ګډون وکړ.
په اسلام اباد کې د لوک ورثې په نوم ۱۰ ورځنۍ کلتوري مېله د نومبر تر ۱۷مې پورې دوام لري. په دې ميله کې د پاکستان د زياترو سيمو سيمو او کلتورونو استازيتوب شوی دی. په مېله کې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان کلتوري او لاسي جوړ شيان هم د نندارې او پلور لپاره اېښوول شوي دي. ويډيو رپورټ.
د اپوزیشن مشر عمر ايوب خان، په سېنېټ کې د مخالفو ګوندونو مشر شبلي فراز، په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر ملک احمد بهچر، اسد قیصر او د سني اتحاد کونسل د قامي اسمبلۍ غړی صاحبزاده حامد رضا شامل دي ۔
قاضي یحیا اپرېدي تر لوړې وروسته د جرګګیو جوړولو لپاره د قاضیانو درې کسیزه کمېټي جوړه کړه. دولتي ټېلېوېژن وايي چې نوموړي قاضي منیب اختر یو ځل بیا په هغه کمېټۍ کې شامل کړی دی. له دې پرته په کمېټۍ کې درېیم قاضي سید منصور علي شاه دی.
د ولسمشر اصف علي زرداري تر منظورۍ وروسته د پاکستان د قانون وزارت د يحيا اپرېدي د ټاکلو اعلاميه خپره کړه چې پکې ويل شوي دي چې هغه به د اکتوبر پر ۲۶مه د پاکستان د ۳۰م مشر قاضي په حیث د خپلې درې کلنې دندې لوړه وکړي.
د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق وروسته وویل چې د مسودې په حق کې ۲۲۵ او په مخالفت کې یې ۱۲ رایې کارول شوې دي. د تحریک انصاف او سني اتحاد شورا غړو د مسودې په مخالفت کې ووټ واچاوه.
په اسلام اباد کې د ای ټي اېم په نامه اداره بې وزله خلکو ته مفته او یا هم په ارزانه بیه خواړه ورکوي. د ادارې چارواکي وایي دوی د بې وزله خلکو لپاره دسترخوان هم لري خو وروسته ورته مالومه شوه چې ځینې خلکو ته مفته ډوډۍ خوړل ښه نه ښکاري
تر کنفرانس وروسته په خپره شوې اعلاميه کې په منځني ختيځ کې د سمدستي اوربند غوښتنې ترڅنګ د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) ته ويل شوي چې د فلسطين پر حالاتو دې د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه وبلي.
د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته د هغه فرمان نقل استولی او کره والی یې تایید کړی دی.
نور وښیئ