بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي.
نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ.
د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ.
ګنډه پور او شريف د مارچ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې ملاقات وکړ. تر دې وروسته ګنډه پور او د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال په یوه شریکه خبري غونډې کې وویل چې له وزیراعظم سره یې په ولسی او صوبايي چارو ډېرې مثبتې خبرې شوې دي.
په پاکستان کې سږ کال بیا په روژه کې د خوراکي توکو بیې د نورو میاشتو پرتله ګران شوي دي. نوي وفاقي حکومت د نرخونو کم ساتلو او اقتصاد ښه کولو ژمنې کړې دي خو خلک ورباندې زیات باور نه لري.
د پاکستان د پخواني وزيراعظم او د تحريک انصاف د مشر عمران خان خور عليمه خان وايي، پر ټولو خنډونو سربېره هم خلکو وښووله چې ورور یې د خلکو په زړونو کې ځای لري. هغې له اسوشيېټېډ خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي چې ۷۱ کلن عمران خان باید نور په زندان کې پاتې نه شي.
د بوسنيا يو کلي د هغو کډوالو لپاره هدېره جوړه کړې چې اروپا ته پر لاره مړه شوي دي. د قبرونو شمیر نیږدې ۵۰ دی. د اکثرو دغو کډوالو پېژندګلوي نه کېږي نو ځکه یې د قبرونو په شناختو نومونه نشته خو ځايي خلک وايي مړی که هر څوک، د هر مذهب او هر هېواد وي، په عزت ښخېدل یې حق دی
د اې اېن پي د خیبر پښتونخوا څانګې مشر اېمل ولي خان د فبرورۍ پر ۱۱مه د پېښور په باچا خان مرکز کې د ګوند له صوبايي او مرکزي مشرانو او انتخاباتي نوماندانو سره تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې اېسټیبلېشمنټ د انتخاباتي عملې له لارې ټګي کړې ده نو ځکه "پایلې یو ځل بیا بیخي ردوي."
د جنورۍ پر ۲۷مه د عدالتي خبرونو راپوروونکيو خبریالانو اتحادیې په يوه خبرپاڼه کې د نګران حکومت دا کړنې وغندلې او دا يې د بیان د ازادۍ د تروړلو يوه هڅه وبلله.
پولیسو ویلي دي چې پر همدې اساس یې څو ځلې مظاهرچیان منع کړل خو هغوی احتجاج نه ختماوه نو ځکه یې په پنجاب کې د غورځنګ د مشر رحیم وزیر په ګډون اووه فعالان نیولي او د ګلبرګ پولیسو مرکز ته یې لېږدولي دي.
د ازادې اروپا راډیو مشر سټیفن کپوس په يو بیان کې غوښتنه کړې چې کورماشېوا دې ژرترژره له بنده خوشې شي. "په غیرعادلانه توګه په زندان کې يوره ورځ ساتل کېدل هم تراژيدي ده. خو دا چې په ناحقه یوه امریکایۍ وګړې د ۱۰۰ ورځو لپاره د روسیې په یوه زندان کې ساتل کېږي، بيخي خواشينوونکې ده."
د غورځنګ يو مخکښ حنیف پشتين مشال راډيو ته وویل چې پولیسو هغه کسان د جنورۍ پر ۲۱مه عدالت ته یوړل خو د چوټۍ یا رخصتۍ له وجې عدالتي کاروايي و نه شوه او بیا یې د بنو زندان ته ولېږدول.
د هند په تامل ناډو ایالت کې هر کال یوه مېله کېږي چې په زرګونو خلک یې نندارې ته ورځي. په دې مېله کې موسیقي، نڅاوې او خواږه خواړه وي خو د سیلګرو لپاره تر ټولو په زړه پورې برخه پر غوایانو د ځوانانو سپرېدل دي. د فرانسې د خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په امریکا کې بېلابېلو شرکتونو په مصنوعي ځیرکتیا چلېدونکي روباټونه او نور ایجادات نندارې ته ایښي دي. په نندراتون کې یوه داسې ایینه یا هنداره هم شته چې که یو کس وروګوري نو د ناروغیو او ممکنه رنځونو د خطر اندازه ورته ښيي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو په لومړي ځل په ډاګه د ځینو هغو ښي لاسو وزیرانو غوښتنې رد کړې چې ګواکې محاصره شوې غزه په دایمي ډول ونیسي. په عین وخت کې د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري ترهګرې بلل شوې ډلې حماس پرضد د اسراییلو جګړې زور اخیستی دی.
ماهرنګ بلوڅې د هغه انلاین ملاقات په اړه پر اېکس ليکلي چې د ملګرو ملتونو استازې ته یې د حکومت د رویې، جبري لادرکيو، د پولیسو له لوري د بې بنیاده مقدمو او د پنجاب په تونسې کې د احتجاجیانو د بې درکه کولو په اړه شکایتونه وکړل.
محسن داوړ د جنورۍ پر دريېمه له مشال رېډيو سره په مرکه کې وويل چې ورباندې د شوي برید لامل دا دی چې نوموړی "په سيمه کې د مصنوعي جنګونو خلاف" دی. هغه وویل، له سیاسي او سوله ییزې لارې به د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد کار ته ادامه ورکوي.
ملا شیرین اخوند د افغان طالبانو مشر ته نېږدی کس ګڼل کېږي. له هغه سره په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ترڅنګ د استخباراتو چارواکي هم شامل دي.
د کاربنديز له امله یې د کوټې ښار د سریاب سيمې ترڅنګ په مستونګ، قلات، سوراب، خضدار، وډ او يوشمېر نورو سيمو کې دوکانونه ترل شوي او په بازارو کي د خلګو ګڼه ګوڼه کمه ده.
نور وښیئ