بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي.
نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ.
د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ.
د چین په ګڼو لویو ښارونو کې بې ډرېوره ټیکسیانې عامې شوې دي چې سپرلۍ له یو ځایه بل ځای ته په چټکۍ او خوندي ډول رسوي. البته دې کار ټیکسي چلوونکي پرېشانه کړي دي او د خپلو دندو د راتلونکې په اړه اندېښمن دي. نوې
پر دې ورځ د مذهبي اقلیتونو ټولنې او د بشري حقونو فعالان په بېلابېلو ښارونو کې د لاریونونو او غونډو له لارې له حکومته د لږکیو د مسلو د هواري غوښتنه کوي.
پوځ د جولایي پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې دعوه وکړه چې احتجاج کوونکو د ګوادر د امنيت ساتونکو سرتيرو پرضد له تشدده کار اخیستی، یو یې وژلی او ۱۶ یې ژوبل کړي دي. خو پوځ دا نه دي ويلي چې دغو پرلتوالو څنګه او په څه شي سرتيرو ته دغه مبینه مرګژوبله اړولې ده.
فلسطینیانو د غزې تړانګې په جبالیا سیمه کې په داسې حال کې د فوټبال سیالۍ جوړې کړې دي چې لا هم د اسراییلیو الوتکو بمبارۍ روانې دي. لوبې د هغو ویجاړو او سوځېدلو ودانیو په مینځ کې کېږي چې د جګړې پر مهال په نښه شوې دي.
شریف وویل چې پاکستان د خپلو وګړو "خوندي کولو ته چمتو" دی خو غواړي چې دا مسله په خبرو حل شي. "په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په پاکستان کې د امن په اړه خبرې کول غواړو، مسایل باید د خبرو له لارې حل شي. مخکې مو هم ورسره رابطې وي او اوس هم دي.
افغان لوبغاړی محمد صمیم فیض زاد هیله لري چې په پاریس کې د ښو لوبو په ترسره کولو به جنګ ځپلو افغانانو ته خوشالي راوړي. هغه به له کابله په فرانسه کې کېدونکو اولمپېک سیالیو ته ځي. فیض زاد په سختو حالاتو کې د ګڼو اتلولیو تر خپلولو وروسته اولمپېک سیالیو ته غوره شوی دی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د جولای پر ۲۱مه، تحریک انصاف ګوند د ګنډه پور ویډیو پر خپله رسمي اېکس خپره کړې چې پکې نوموړي وویل چې پولیس دې "د ټولو دغو وسلوالو او د هغو د پټنځایونو" پر ضد کاروايي وکړي.
مېنګل ویلي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو نه یوازې پخواني لادرکه کړي بلوڅان نه دې خوشې کړي بلکې په وروستيو کې یې د هغوی د کورنيو احتجاج کوونکي غړي، چې ښځې هم پکې شاملې دي، نیولي دي.
کمېشن د جولای پر ۱۵مه په يوه خبرپاڼه کې د خپل مشر اسد اقبال بټ له خولې ويلي چې پر يو سیاسي ګوند بندیز لګول "غیراييني او غير جمهوري" کار دی نو ځکه دې حکومت دغسې ګام نه پورته کوي.
په پاکستان کې اېکس شبکه د فبرورۍ له ۱۷مې بنده ده او د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) په ګډون د بشري حقونو لسګونو سازمانونو او ټولنو له اسلام اباده غوښتي دي چې هغه ټولنیزه شبکه دې ژر بحاله کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فېلېپو ګراندې د جولای پر اوومه پاکستان ته تللی وو. هغه خپل درې ورځنی سفر له پېښوره پیل کړ او وروسته هريپور ته ولاړ. نوموړي په پاکستان کې له افغان کډوالو او له پاکستانیو چارواکو سره وکتل.
نور وښیئ