ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بلوڅ ملتپاله ګوند بلوچستان نیشنل پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړی ثناء بلوڅ د اعلا وزیر جام کمال په مشرۍ حکومت باندې په نیوکو سره وویل چې د اپوزشن په انتخاباتي حلقو کې یې هېڅ پرمختیايي کارونه دي کړي.
پښتونخوا میپ د حکومتي عدالتي کمیشن د اعلان په باب وویل چې د عثمان خان کاکړ د قاتلانو د نیولو لپاره پکار ده چې په آزاده توګه پلټنې وشي.
غونډه د اسمبلۍ د سپیکر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ کې وشوه او د بجټ مسوده د بلوچستان د خزانې وزیر میر ظهور بلیدي وړاندې کړه. په اسمبلۍ کې موجودو حکومتي غړو، بجټ بې له څه ترمیمه منظور کړ.
تر دې دمه چا د ياد بريد مسوليت نه دی منلی، خو له دې وړاندې د دا ډول زياتره بريدونو مسوليت بلوڅ بېلتونپاله ډلو پر غاړه اخيستی.
عثمان کاکړ چې په خپل ګوند او ولس کې د عثمان لالا په نامه پېژندل کېدلو، جنازه به یې نن (جون ۲۳ مه) د ماځیګر پر پینځو بجو په خپل پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورو ته سپارل کېږي.
خبري غونډې ته د جمعيت علما اسلام فضل الرحمن ډلې صوبايي مشر او د قومې اسمبلۍ غړي مولانا عبدالواسع وويل چې دوی وار له مخه د راتلونکي مالي کال لپاره د صوبايي حکومت بجټ رد کړی دی.
نوموړیدا مهال د کوټې په یوه شخصي روغتون کې تر درملنې لاندې دی، که څه هم هلته یې د سر اپرېشن شوی دی خو لاهم بې هوشه دی.
د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ حکومت مخالفه غړو د جون له ۱۵مې د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړې او تور یې پورې کړی چې حکومت نه خو په راتلونکې کلني بجټ کې د دوی د سيمو لپاره پيسې ايښي او نه يې هم په تېرو دوو بجټونو کې پیسې ورکړي وې، خو حکومت د اسمبلۍ د غړو دغه تورونه رد کړي دي.
حکومتي چارواکي وايي، په بجټ کې د اپوزیشن د سیاستوالانو د سیمو پرمختیايي پروژې موجودې دي. ټاکل شوې چې صوبايي حکومت د بلوچستان راتلونکی بجټ د جون پر ۱۸مه اسمبلۍ ته وړاندې کړي.
ځايي سوداګرو د چمن ښارګوټي په ۳۰ کیلومیټرۍ کې پرتې سیمې کوږک غره کې لاره بنده کړې ده. دغو سوداګرو وروسته له هغې پر احتجاج لاس پورې کړ چې د هغوی په وینا، سرحدي ځواکونو د هغوی په مالونو بار ۲۲ لارۍ تر نیولو وروسته کسټم چارواکو ته وسپارلې.
د نوموړي په وینا په ژمي کې د دې صوبې شمالي سیمې ډېرې یخې وي نو هڅه به کوي چې راتلونکې کال کې په زیارت کې د اوبلن ګیس (ایل پي جي ګیس) پلانټ ولګوي.
په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه واري تر ډېره بلوڅ بېلتونپالې ډلې اخلي.
په ۲۰۱۶ز کال د مې میاشتې پر ۶مه نېټه پولیسو د مشتاق ریساڼي پر کور چاپه وهلې وه چې د پولیس په وینا ۶۴ (څلورشپته کروړه) روپۍ، سره زره، نوره ګاڼه او قیمتي موټران یې ترلاسه کړي ول.
چاودنه د مې پر ۲۱مه د جمعې تر لمانځه وروسته پر داسې مهال شوې چې له فلسطینیانو سره د یووالي لپاره د جمیعت علمای اسلام ګوند پلویانو لاریون له مرغې بازاره تېرېده.
د مې پر ۲۰مه په کوټه کې د خپل ګوند د پخواني مخکښ سیاستوال او سېنېټر عبدالرحیم خان مندوخېل د څلورم تلین په اړه غونډې ته په وینا کې د افغانستان اوږدمهاله جګړه د افغانانو د توکموژنه وبلله.
ولس له کراچۍ تر ږوبه د الوتنو پیلولو هرکلی کړی خو غوښتنه کوي چې ورته پروازونه دې له ږوبه تر پېښور او اسلام اباده هم پیل شي.
تر اوسه د درېواړو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی خو په بلوچستان کې تر ډېره پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې ډلې مني چې په هغه صوبه کې د لا کورواکۍ لپاره جنګېږي.
نور وښیئ