ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
دا هړتال د هغه پېښې خلاف دې چې وسلوالو د جون پر ۲۶مه د زیارت په مانګي سیمه کې په سکرو بار ۱۱ټرکونه سوځولي وو او وروسته یې د هرنايي د مرستیال کمېشنر پر ګاډي ډزې هم کړې وې.
دا انتخابات د جولایي پر شپږمه د صوبې په ۳۴ ضلعو کې د چیرمین او مرستیال چیرمین د ټاکنې لپاره وشول.
پخوا د بلوڅي، پښتو او نورو اکېډمیو کلنۍ بوديجه یو کروړ روپۍ وه. په نوي بجټ کې د پښتو او نورو اکېډمیو بوديجې همغسې یو کروړ پرېښوول شوی خو د بلوڅي اکاډمۍ هغه یې پينځو کروړو روپيو ته پورته کړی دی.
پرلت کوونکي وايي، تر څو چې یې ټولې غوښتنې منل شوې نه وي احتجاج او پرلت ته به دوام ورکوي. دوی د جولای پر پینځمه نېټه په شیراني کې د کار بندیز (پهیه جام هړتال) اعلان کړی دی او دا یې هم ویلې دي چې پر دغه ورځ به د ژوب او ډېره اسماعیل خان ترمنځ پر غځېدلې لویې لارې (های وې) څوک سفر ته نه پرېږدي.
بنديانو له پوليسو څخه په زوره وسله واخيسته او پکې ۱۸ قيديانو له زندان څخه د تښتېدلو هڅه وکړه. په دغو کې یو له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی، دوه نور ژوبل دي او ۱۴ بیا په تښتېدو بریالي شوي دي.
د زیارت مرستیال کمشنر عبدالله طارق د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د زیارت ضلعې په مانګې سیمه کې شوې ده.
بلوچ لبرېشن ارمي د جون پر ۲۴مه رسنيو ته په استولي يو بيان کې ويلي، دوی ته اطلاع وه چې د پوځ په قافله کې د استخباراتي ادارې ای اېس ای لوړپوړي چارواکي هم ول.
په غونډه کې په پاکستان کې پر هغو قامونو د يووالي او اتحاد غږ هم شوی چې ويناوالو "مظلومان" وبلل.
د بلوچستان په کلني بجټ کې د صوبې د ترقیاتي کارونو لپاره ۲۲۹ اربه او د غیرترقیاتي کارونو لپاره ۴۳۷ اربه روپۍ اېښودل شوې دي.
د ښوونکو د ټولنې یو بل مرستیال مشر صدیق مشواڼی وايي، د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په درو صوبو کې حکومتونو د ښوونکو رتبې لوړې کړې دي خو د بلوچستان حکومت لا دا کار نه دی کړی.
د جون پر نهمه په کوټه کې د زرګونه کسانو جلسې په وینا کې د غورځنګ مخکښ علي وزیر وویل د یو پلان له مخې د پښتنو په ځمکه جنګ تپل شوی او د هغه په خبره په وسایلو یې قبضه شوې ده.
د بلوچستان حکومتي چارواکي اعتراض لري چې مرکز نه یادې صوبې ته په اېن اېف سي ایوارډ کې خپله ونډه ورکوي او نه هم د سېلاب ځپلو د بحالۍ لپاره اعلان شوې پیسې ورته سپارلې دي.
د مظاهرې ګډونوال او د بلوچستان د سرکاري سکولونو د استادانو د اتحادیې مشر عنایت الله کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د وفاق په ګډون نورو ټولو صوبو خپلو استادانو ته ترقي ورکړې خو د بلوچستان حکومت یې ځنډوي.
د اوړو مېلونو ټولنې مشر عاصم رضا د مې پر ۲۷مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل د پاکستان د اوړو ۷۰ سلنه اړتیا له پنجابه پوره کېږي خو له هغه ځایه نورو صوبو ته د غنمو پر لېږد بندیز دي.
د بلوچستان هرنايي ضلعې خوست (کوسټ) تحصیل په زردالو سیمه کې ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ ژوبل دي. د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.
شمبې د مې پر ۲۳مه په کوټه کې د بلوچستان د کورنیو چارو له وزیر ضیا الله لانګو سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې پر وسلوالو ډلو غږ وکړ چې د جګړې پر ځای دې له قانوني او اییني لارو د بلوچستان د حقونو لپاره مبارزه وکړي.
د مې پر ۲۱مه د جماعت اسلامي په اعلان د ژوب ښار په بازار کې کاربندیز وو او د یوشمېر سیاسي ګوندونو غړو او مشرانو، سوداګرو ټرانسپورټرانو پر سید شمس الدین شهید څلورلاره د مې ۱۹مې پېښې پرضد مظاهره وکړه.
د سیمې اوسېدونکي او چارواکي وايي، چاودنه د مې ۱۹مې پر مازیګر پر داسې وخت شوې چې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د هغه ښار په ظریف شهید پارک کې یوې جلسې ته د وینا لپاره ورروان وو.
په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکي سازمان عورت فاونډېشن بلوچستان په وروستي خپاره کړي راپور کې ویلي پر ښځو د تشدد په پېښو کې له ۳۰۰ زیاتې ښځې وژل شوي او ځینې نورې ژوبل شوي دي
نور وښیئ