انیسه اجمل د مشال راډیو خبریاله ده چې د پاکستان او افغانستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي. نوموړې د "نا ویلې خبرې" په نوم پاډکاسټ جوړوي چې پکې پر هغو موضوعاتو بحث کېږي چې اکثر ورباندې خلک د فرهنګي او ټولنیزو محدودیتونو له وجې نه غږېږي. د پاډکاسټ ټولې برخې دلته اورېدای شئ.
د ځوان ډاکټرانو اتحادیې یو مشر ډاکټر رضوان کنډي د مارچ پر دریمه مشال رېډیو ته وویل چې د پاکستان په نورو صوبو کې د ماشومانو لپاره په ځانګړو روغتونونو کې د هرې ناروغۍ علاج کېږي خو په خیبرپښتونخوا کې د ماشومانو ځانګړو هسپتالونو د کمي له وجې د زړه، مغزو او دغسې د نورو غټو ناروغیو د درملنې لپاره
د مېرمنو دغه ټولنه وايي، چې په ۲۰۲۰ز کال کې د هېواد په ۲۵ ضلعو کې پر ښځو د تشدد ۲۲۹۷ پیښې ثبت شوي دي.
د محمد علي سدپاره زوی ساجد سدپاره د فبرورۍ پر اتمه مشال رېډیو ته وویل چې دې هم له خپل پلار سره کې۲ غره ته په ختو کې ملګری وو خو شاوخوا اته زره میټره بره ختلو وروسته د اکسیجن د کمي له وجې راکوز شو.
د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر سلطان محمد خان وايي چې دوی بلدیاتي انتخابات په مرحلو کې نه بلکې په یوه ورځ کول غواړي او د کورونا وبا په خاطر په صوبه کې د روان کال له سپټمبره وړاندې بلدیاتي ټاکنې نشې کولای.
د صوبې صحت محکمې سیکتر امتیاز حسین شاه د فېبرورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان شناختي کارډ لرونکي ټول وګړي له صحت انصاف بیمې ګټه اخیستې شي.
دا کمپاين د جنسي ځورونو ښکار ښځو د ژغورنې ادارې محتسبې رخشنده ناز په مشری د اوو بشري حقونو حکومتي ادارو په مرسته شروع شوی.
د مسلم ليګ نواز دې مشر د پاکستان احتساب قامي ادارې "نېب" تور پورې کړ چې د ده په وينا، د سياستوالانو د بدنامولو هڅې يې پېل کړې دي.
د پوهنتون ویاند شاهد رباني د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې د جامو او سنګارېدو دا اقدام به راتلونکې میاشت د پوهنتون خلاصېدو سره عملي کېږي خو دا کار جبري نه دی.
د پاکستان پوځ وايي، د وسله والو ډلو پر ضد یې بریالي عملیات کړي دي او ډیرې سیمې یې له وسله والو پاکې کړي هم دي.
د مسلم لیګ نواز مرستیاله مشره مریم نواز وايي، خواجه اصف یې د مسلم لیګ له مشرتابه د نه جلاکېدو په جرم نیولی دی.
د جنوبي وزیرستان په تویې خوله سیمه کې بهرام دوټاني د ډېسېمبر پر ۲۰مه مشال رېډیو ته وویل چې څو ورځې مخکې یې خپلې مور له سیم اخیستو نو په دوکان کې ورته معلومه شوه چې له وړاند
د خیبر پښتونخوا د پېښور کیسه خوانۍ بازار له نومه څرګندېږي چې پخوا ځینو کسانو کیسې کولې او خلکو به په شوق اورېدې. خو تارخ پوهان وايي، اوس د وخت له تېرېدو سره دلته کیسه کوونکي ورو ورو پر ختمېدو دي. نور په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: اې اېف پي
په ۲۰۲۰ز کال کې د اب او هوا بدلون له کبله په بېلا بېلو هېوادونو کې طبیعي ناورینونو په یو شمېر هېوادونو کې د ژوند او مال زیانونه واړول. پر دې موضوع د اژانس فرانس پرېس ویډیو وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د مرکز پيښور په خیبر ټیچنګ روغتون کې د اکسیجن کمي له کبله شپږ تنه مړه شوي دي.
د اسلامیه یونیورسټۍ یوه زدهکونکې کشماله وايي چې حکومت دې په پوهنتون کې د جنسي ځورونو په اړه پلټنې ژر تر ژره مکمله کړې او د تورونو کسانو خلاف دې کارروايي وکړي.
د خیبر پښتونخوا کابینې د ۲۰۱۸م کال په اپریل کې د صوبې په سرکاري او شخصي سکولونو کې زده کونکو ته سزاګانې ورکول غیرقانوني ګرځولو لپاره یو بیل منظور کړې وو چې له مخې یې مجرم ته پنځوس زره روپو جرمانه او د شپږو میاشتو قید سزا کیدای شي.
نور وښیئ