اسما ګل په پېښور کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو او چارو په اړه یې د یوې ځانګړې راډیويي خپرونې لړۍ وړاندې کړې. نوموړې د ښځو او ټولنیزو چارو په اړه راپورونه جوړوي.
د پښتنو نجونو او ښځو ستونزو په اړه د "نوې نړۍ" خپرونې په دې برخه کې د هغو ښځو پر ژوند غږېدلي یو چې د کورنۍ سړي یې د ناامنیو په پېښو کې وژل شوي دي. بشپړه خپرونه واورئ.
د پښتنو په يوشمېر سيمو کې د جهېز يا داج دود اوس هم پر ځای دی چې کبله يې ځينې نجونې له واده پاتې شي. دا چې دا دود کومې ستونزې زېږوي، عاصمه ګل يې په اړه ځانګړی راپور لري.
د نوې نړۍ خپرونې په دې ګڼه کې په پښتني ټولنه کې د غږ په رسم خبرې کوو. غږ په چا کېږي؟ څوک یې کوي؟ ولې یې کوي او مخه یې څنګه نیول کېدای شي؟ د دې خپرونې کوربنه عاصمه ګل ده.
په پښتنو سیمو کې په عمومي ډول د یوې کورنۍ یا له خپلوانو کره ودونه عام دي. د خیبر پښتونخوا د یوشمېر سیمو ښځې شکایت کوي چې په خپلوانو کې ودونه ژوند ګرانوي او پر ماشومانو ناسم اثرات لرلای شي. په دې اړه تفصیل د عاصمې ګل په ځانګړې خپرونه کې.
د خيبر پښتونخوا په ګډون په يوشمېر نورو پښتني سيمو کې ښځې شکايت کوي چې په ميراث کې خپل حق نه ورکول کېږي. په داسې حالاتو کې ځينې وخت کورني جنجالونه رامينځ ته شي او ځينې وخت بيا کيسه تر عدالتونو ورسېږي. د مشال راډيو خبريالې په خپل راپور کې همدې موضوع ته کتنه کړې ده.
په خيبر پښتونخوا او اړونده قبايلي ضلعو کې نه يوازې دا چې ډېری ښځې د تعليم د اسانتياوو بې برخې دي، بلکې يوشمېر لوستې ښځې بيا د کار کولو ازادي نه لري.
په خبر پښتونخوا کې د يوشمېر نجونو ودوه په کم عمرۍ کې کېږي. دا چې د دې ودونو څه تاوانونه دي او حکومت ولې نه دی توانېدلی چې د دې د مخنيوي لپاره اغېزناکه قوانين جوړ او عملي کړي. د مشال راډيو خبريالې عاصمه ګل دا او نور موضوعات په دا راپور کې څېړلي دي.