طالبان وايي بدخشان کې یې پر چینايانو د برید په تړاو ۲ تنه نیولي دي

په تاجکستان کې سرتېري له افغانستان سره پر پوله ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.

د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، په بدخشان ولایت کې یې دوه تنه پر چینايي وګړو د برید په تړاو نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار د ډېسېمبر پر لومړۍ رسنیو ته ویلي دي چې هغه مشکوک کسان یې په مایمې ولسوالۍ کې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان له خاورې پر هغه هېواد بریدونه غندلي او هغه یې "ناقانونه او پاروونکي" اقدامات بللي ول.

رحمان له امنیتي چارواکو سره په تازه غونډه کې ټینګار کړی چې پر پوله د امنیت سخت اقدامات وکړي.

د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ډېسېمبر پر لومړۍ په بیان کې ویلي، تېره اونۍ د افغانستان له لوري په دوو جلا حملو کې لږ تر لږه پینځه چینايي کارکوونکي وژل شوي او پینځه ژوبل دي.

بیان زیاتوي، هغوی هلته له افغانستان سره پر پوله د سرو زرو په کان او د سړک جوړونې په یو شرکت کې کار کاوه.

د طالبانو حکومت د نومبر ۲۷مې برید غندلی وو او د چین او تاجکستان له حکومتونو سره یې "ژوره خواشیني" ښوولې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د نومبر پر ۲۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي ول چې "لومړنۍ ارزونې" یې ښيي چې په برید کې "هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بې‌ثباتۍ او د هېوادونو ترمینځ د بې‌ باورۍ" پیدا کولو هڅې کوي.

بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت چمتو دی چې د برید د پلټنو لپاره د تاجکستان له حکومت سره "پوره همکاري" وکړي.

د تاجکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وروستیو میاشتو کې په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي کمولو او د وسلوالو نښتو د مخنیوي لپاره په سفارتي کچه هلې ځلې کړې دي.