د سوریې (شام) لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع امریکا ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د نومبر پر ۱۰مه په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره وګوري.
د شام دولتي خبري اژانس ویلي چې الشرع د نومبر پر اتمه ناوخته په "یو تاریخي رسمي سفر" واشنګټن ته ورسېد.
د امریکا حکومت تر دې یوه ورځ مخکې نوموړی د نړیوالو ترهګرو د بندیزونو له نوملړه لیرې کړ.
دا په ۱۹۴۶ز کال کې د سوریې تر خپلواکۍ وروسته امریکا ته د هغه هېواد د ولسمشر لومړی رسمي سفر دی.
د شرع په مشرۍ ځواکونو د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د پخواني ولسمشر بشار الاسد رژیم ړنګ کړ.
د شام لنډمهالي مشر روان کال په مې کې د سعودي عرب پلازمېنې ریاض ته د ټرمپ د سفر په جریان کې په لومړي ځل له نوموړي سره لیدلي ول.
د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک د روانې میاشت په پیل کې وویل، "هیله من" دی چې شرع به د اسلامي دولت (داعش) پر وړاندې د امریکا په مشرۍ په نړیوال اېتلاف کې د ورګډېدو موافقه لاسلیک کړي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
الشرع: د امریکا د ترهګرو له لېسټه تر سپینې ماڼۍ
په سوریه کې یوې ډېپلوماټیکې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، واشنګټن پلان لري چې "د بشري مرستو همغږي کولو او د سوریې او اسراییلو ترمینځ د پرمختګونو څارلو لپاره" دمشق ته نېږدې یوه پوځي اډه جوړه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر اوومه احمد الشرع د نړیوالو ترهګرو د بندیزونو له نوملړه لیرې کړ. واشنګټن د شرع، چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده، د ګرفتارۍ یا وژلو پر سر ۱۰ مېلیونه ډالره انعام اعلان کړی وو.
د وزارت یو ویاند ټامي پېګوټ په بیان کې وویل، د شرع حکومت د ورکو امریکایانو د موندلو او د پاتې کیمياوي وسلو د ختمولو د هلو ځلو په ګډون د امریکا غوښتنې پوره کوي.
نوموړي وویل، واشنګټن دا اقدامات "د بشار الاسد له لیرې کېدو او د اسد تر رژیم لاندې د ۵۰ کلن ظلم زیاتي تر ختمېدو وروسته د سوریې د مشرتابه د ښکاره کړي پرمختګ د قدردانۍ" لپاره ترسره کوي.
تمه کېږي چې شرع تر ۱۳ کلنې وحشتناکې کورنۍ جګړې وروسته د بیارغونې په برخه کې له امریکا څخه مالي مرستې وغواړي.