د روسیې په ختیز کمچاتکا ټاپووزمه کې تر زورورې زلزلې وروسته په سمندر کې څونامي راغلې ده.
رویټرز اژانس وايي، پر رېښتر پیمانه د جولای ۳۰مې د زلزلې زور ۸.۸ وو چې د څونامۍ له دوو څخه تر پینځه میټره پورې لوړې څپې یې زېږولې دي او چارواکو په ګاونډي جاپان او د امریکا په هوايي کې ګڼو کورنیو ته د کورونو پرېښودو امر کړی دی.
د امریکا د ځمکپوهنې اداره وايي، دا په سیمه کې له ثبت شویو ۱۰ تر ټولو زورورو زلزلو یوه وه.
په کمچاتکا کې ځايي چارواکو ویلي، یوشمېر کسان چې د زلزلې پر مهال یې د تېښتې هڅه کوله، ژوبل شوي دي.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس د سیمې د عامې روغتیا مشر اولېګ مېلنېکوف له خولې ویلي چې یو کس د کور له کړکۍ په ټوپ وهلو ځان ټپي کړ.
دی زیاتوي چې د ټولو ژوبلو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د روسیې ختیځ کې تر زلزلې وروسته په ارام سمندر کې څونامي راغلې
د روسیې د بیړنیو چارو وزارت چارواکي وايي، زلزلې د یو وړکتون وداني زیانمنه کړې ده. د هغوی په وینا، وداني وار له مخه د مرمت لپاره تړل شوې وه.
روسي چارواکي وايي، زلزلې په سیمه کې نورو ودانیو ته زیان نه دی اړولی.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، د څونامۍ څپې د روسیې کوریل ټاپوګانو او جاپان ته رسېدلې دي او چارواکو د امریکا له الاسکا واخله د جنوب لوري ته تر نیو زیلینډ پورې د څونامۍ خبرداری ورکړی دی.
په هوايي کې ساحلي ساتونکو خلکو ته امر کړی دی چې د ځان خونديتوب لپاره ته لوړو ځایونو ته ولاړ شي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، د څونامۍ اوبو د روسیې په سېوېروکوریلسک ساحلي ښار کې سېلاب راوستی دی.
د روسیې اېتار تاس اژانس وايي، تر زلزلې وروسته لږ تر لږه ۳۰ نورو ټکانونو کمچاتکا ټاپووزمه لړزولې ده. اژانس وايي، دا په هغه سیمه کې له ۱۹۵۲ز کال راهیسې تر ټولو زوروره زلزله وه.