پېښور های کورټ د خیبر پښتونخوا د پولیسو له مشر نه د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو زده کونکیو او د مرکزي کمېټۍ د دوو غړو د لادرکۍ په اړه ځواب غوښتی دی.
په پېښور های کورټ کې د نومبر پر ۲۱مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د لادرکو کسانو د قضیې اورېدنه وشوه چې پکې عدالت د خیبر پښتونخوا د پولیسو له مشر نه ځواب وغوښت. دا اورېدنه د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو پلوي محمد نظیف (د نظیف لالا په نوم هم پېژندل کېږي) په درخواست وشوه.
د پي ټي اېم د دې درخواست وکیل شاه محمد خان د نومبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، "موږ عدالت ته درخواست وکړو چې د نومبر په ۱۲مه د پښتون ژغورنې غورځنګ کسان جرګې ته بلل شوي وو خو کله چې هغوی احتجاجاٌ له جرګې ووتل، د اسمبلۍ په حدودو کې دننه پولیسو دوی اوچت کړل. دوی بغیر له اسنادو او اېف ای ار نه اوچت کړل شوي دي. نن عدالت د پولیسو مشرانو ته نوټس جاري کړو چې ځواب دې ووايي."
د پېښور پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو او مشرانو د نیولو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو وکیل شاه محمد خان وايي د عدالت د پرېکړې نه پس اوس امکان شته چې پولیس یا دغه کسان خوشې کړي او یا به یې هم پرضد قانوني راپور درج کړي.
بل پلو د نومبر پر ۲۰مه په پېښور پوهنتون کې محصلینو د پي ټي اېم د فعالانو د نیولو پر ضد مظاهره هم وکړه. دوی وايي پولیسو د پېښور پوهنتون دوه زده کوونکي عدنان وزیر او حبیب وزیر هم نیولي دي.
تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتین تور پورې کړی وو چې پولیسو او د استخباراتي ادارو کارکوونکو یې د غورځنګ د هغه پلاوي غړي "تر تشدد وروسته تښتولي" چې د نومبر په ۱۲مه په پېښور کې د خيبر پښتونخوا حکومت په کوربه توب "امن جرګې" ته ورغلي ول.
د پي ټي اېم په پلاوي کې په سیند کې د غورځنګ صوبايي مشر نور الله ترين او د غورځنګ مخکښ غړي حنیف پشتين او محمد نظیف (د نظیف لالا په نوم هم پېژندل کېږي) شامل ول. خو وروسته محمد نظیف په اشنغر کې خپل کور ته ستون شوی وو.
بلخوا د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپرېدي د نومبر پر ۱۳مه ویلي وو چې د پي ټي اېم د فعالانو د بې درکۍ د پېښې غبرګون به "ډېر سخت" وي. نوموړي د هغې صوبې د پوځ پر مشر (کور کمانډر) غږ کړی وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښو فعالانو د بې درکۍ "معامله" دې وګوري، که نه په وينا یې، غبرګون به يې "ډېر سخت" وي.
پولیسو او استخباراتي ادارو لا پر دې موضوع څه نه دي ويلي.