بر جنوبي وزیرستان کې ماین چاودنې ماشوم وژلی دی

په قبايلي سيمو کې د ماین په چاودنو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. انځور له ارشيفه.

د بر جنوبي وزیرستان چارواکي وايي چې په هغه ضلع کې یو ماشوم د ماین (ځمکلاندې بم) چاودېدو په پېښه کې وژل شوی دی.

چارواکي وايي چې دا پېښه د نومبر پر ۲۴مه په مانتوی سیمه کې شوې چې پکې يو ځايي ۱۲ کلن ماشوم وژل شوی دی.

د مانتوی سیمې دغه چارواکي، چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

په جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنې کله پیل شوې؟

د جنوبي وزیرستان خلک وایي چې په زیاترو سیمو کې په ۲۰۰۹ز کال کې د "راه نجات" په نوم پوځي عملیاتو کې ماینونه خښ کړل شوي دي. د دوی په خبره دا ماینونه زیاتره په هغو ځایونو کې ول، چېرته چې پوځیان پراته ول.

د جنوبي وزیرستان ځینې مشران وايي، دوی د ماینونو پاکولو په اړه پخپله پوځ ته درخواستونه لیکلي او ځایونه یې هم ورته په نخښه کړي دي.

د پاکستان پوځ په تېرو کلونو کې په بیا بیا ویلي دي چې په یوشمېر سیمو کې یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو چارو ته دوام ورکړی دی.

پوځ د ۲۰۲۱ز کال په پای کې خبریالانو ته ویلي ول "د جنوبي وزیرستان په ګډون یې په قبایلي ضلعو کې ۴۸،۰۰۰۰ ماینونه پاک" کړي دي.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د ناامنیو او پوځي عملیاتو پر مهال د صوبې په بېلابېلو برخو کې ځمکلاندې بمونه او ناچاودلې مرمۍ پاتې شوې دي.