د انډونیشیا سېلابونو کې د وژل شویو شمېر تر ۷۰۰ لوړ شوی دی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په انډونیشیا (انډونیزیا) کې سېلابونو او د ځمکې ښویېدو په پېښو کې د وژل شویو شمېر تر ۷۰۰ زیات شوی دی او زرګونه کورونه یې وران کړي دي. ځینو خلکو لا تر اوسه د تېرې اونۍ سېلابونو لاهو کړیو خپلوانو مړي نه دي موندلي. په سوماترا ټاپو کې د ځینو خلکو ماشومان ورک دي او د ځینو ښځې. خلک وايي، د سږنیو سېلابونو، کمرونو نړېدو او ځمکې ښویېدو لویه وجه په غیر قانوني توګه د ځنګلونو وهل دي. حکومت په دې اړه د تحقیقاتو ژمنه کړې. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.