کوټه او پښین کې د عبدالصمد خان اڅکزي ۵۲م تلینغونډې شوې دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډېسېمبر پر دویمه په کوټه کې د خپل بنسټګر او ملتپال سیاستوال عبدالصمد خان اڅکزي ۵۲م تلینغونډه کړې چې ورته د ګوند مشر محمود خان اڅکزي په ګډون د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ په نوم د حکومت مخالفه ګوندونو سیاستوالانو ویناګانې وکړې. اڅکزي په خپله وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په پاکستان کې مېشت قامونه مساوي دي او د خپلې خاورې او وسایلو پوره واک باید ولري. اخوا پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند هم په پښین کې د عبدالصمد خان اڅکزي د تلین په مناسبت غونډه کړې ده. اڅکزی، چې د خان شهید په نوم پېژندل کېږي، د خپل ژوند درې لسیزې یې په زندان کې تېرې کړې وې. هغه د ۱۹۷۳ز کال د ډېسېمبر پر دویمه په خپل کور کې د لاسي بم په برید کې ووژل شو. ویډيويي رپورټ.