په جنوبي وزیرستان کې د یو خبریال کور په بارودي موادو ويجاړ کړل شوی دی

دا په ډېره اسماعيل خان کې د یو کور پخوانی انځور دی چې په ۲۰۰۹ز کال کې امنیتي ځواکونو وران کړی وو.

د کوز جنوبي وزیرستان پوليس او ځايي خلک وايي چې نامعلومه وسلوالو د ځايي خبریال کور په چاودېدونکو موادو ويجاړ کړی دی.

د واڼه د خبریالانو د مرکز يوه غړي نور علي وزیر مشال رېډیو ته ويلي چې د نومبر پر ۲۹مه شپې مهال نامعلومه وسلوالو په اعظم ورسک سيمه کې د خبریال معراج خالد کور په بمي چاودنه ويجاړ کړی دی البته نه خبریال او نه هم د هغه د کورنۍ کوم غړي ته مرګژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړه چې پر معراج خالد تور پورې شوی چې اراده يې لرله چې خپل کور په عارضي توګه امنیتي ځواکونو ته وسپاري چې د ده په خبره، دا بې اساسه تور دی. ده واضحه نه کړه چې دا تور چا پورې کړی دی.

د پولیسو يوه چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط د نومبر پر ۲۹مه مشال رېډیو ته وويل چې د پېښې مقدمه يې د نامعلومو کسانو پرضد دایره کړې او پلټنې يې پیل کړې دي.

تراوسه پورې هېچا د دې پېښې ذمه وار نه ده منلې.

د نورو قبايلي سيمو په څېر په جنوبي وزیرستان کې هم له تېرو څو کلونو راهيسې وسلوال بیا فعاله شوي دي چې پرضد يې پوځ عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په سيمه کې نامعلومه وسلوالو امنیتي او پولیس سرتېري، ولسي مشران، سياسي او مدني فعالان وژلي دي.

د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

په جنوبي وزيرستان کې ناقانونه تحريک طالبان پاکستان تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله ده خو له دې پرته هلته نورې ناقانونه وسلوالې ډلې هم فعاله دي.