پر ډيورنډ کرښه پراته پښتانه وايي جګړه کې دواړو خواوو ته دوی مري
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د چمن او سپين بولدک خلکو له پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې خپلمنځي شخړه دې د خبرو له لارې هواره کړي. دوی وايي چې کله هم د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د ځواکونو ترمینځ جګړه وشي، تاوان یې د چمن او سپین بولدک ولسي خلکو ته رسېږي ځکه چې دوی د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته نږدې پراته دي. د دواړو خواوو د خلکو دا څرګندونې پر داسې مهال مخې ته راغلې دي چې د ترکیې په استنبول کې د نومبر پر شپږمه او اوومه د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د استازو ترمینځ خبرې بې له څه نتیجې پای ته ورسېدې.
نور حال د فرانسې خبري اژانس له وېډیو جوړ په دې راپور کې وګورئ.