ترکیې کې د غزې په اړه د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه شوې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ترکیې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه جوړه کړې چې پکې په غزه کې د تلپاتې سولې غوښتنه شوې ده. په غونډه کې د غزې د بیارغونې پر لارو چارو خبرې شوې دي. په مصر کې د امريکا په مشرۍ د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه اوربند لاسليک شوی وو چې ورسره د غزې دوه کلنۍ جګړه پای ته رسېدلې وه خو پر دې سربېره اسراييلو دوه ځله پر غزې بمباري کړې ده. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ