خامنه يي: ترڅو چې امریکا د اسراییلو له ملاتړه لاس وانخلي، همکاري نه ورسره کوي

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي. (انځور: ارشیف)

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته د یوې سختې دړکې په ترڅ کې ویلي دي چې تر څو واشنګټن د اسراییلو له ملاتړه لاس وانخلي، ایران به له امریکا سره همکاري ونه کړي.

سي اېن اېن، نیوز ویک او ګڼو نورو نړیوالو رسنیو خبر ورکړی دی چې خامنه يي دا څرګندونې د نومبر پر درېیمه په تهران کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

هغه دا هم ویلي دي چې امریکا دې له مينځني ختیځه ځواکونه وباسي او د سیمې په چارو کې دې له مداخلې لاس واخلي.

د مشال راډيو ايرانۍ څانګې راپور ورکړی دی چې د خامنه يي تر څرګندونو وړاندې ډانلډ ټرمپ د نومبر پر دویمه سي بي اېس رسنۍ ته په مرکه کې ویلي وو چې ایران له امریکا سره معاملې ته لېواله دی خو په ډاګه کوي یې نه.

ټرمپ یو وارې بیا وویل چې د ایران اټومي ځواک ختم کړل شوی دی.

نیوز ویک د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي له خولې لیکلي دي چې د تهران او واشنګټن ترمینځ پیغامونه تبادله شوي دي خو رسمي خبرې اترې لا نه دې پیل شوي.

د نوموړي په وینا، د دواړو خواوو ترمینځ پیغامونه د بېلابېلو مينځګړو له لارې تبادله شوې دي خو د ده په وینا، دا د رسمي مذاکراتو معنا نه لري.