د افغانستان په شمال کې زلزلې لویه مرګژوبله اړولې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نومبر پر درېیمه تر نیمې شپې وروسته یوې زورورې زلزلې د افغانستان مختلفې برخې ولړزولې. د امریکا د ځمکپوهنې اداره وايي، پر رېښتر پیمانه د زلزلې شدت ۶.۳ وو. یو عیني شاهد وايي، زلزله خورا زوروره وه او د ځان ژغورنې لپاره یې د خونې ور نه شو پرانیستی. زلزلې تر ټولو زیات زیان په شمالي ولایت سمنګان کې اړولی دی. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.