يوه بله ډله افغانان له پاکستان جرمني ته روان شوي دي

پاکستان کې ګڼ شمېر افغانان بهر هېوادونو ته تګ په انتظار دي. پخوانی انځور

جرمني د درېیم ځل لپاره یوه ډله افغانان په دې هېواد کې د استوګنې لپاره منلي دي.

د جرمني خبري اژانس راپور ورکوي چې دا افغانانو دا ډله د اکتوبر پر ۳۰مه په یوه تجارتي الوتکه کې له پاکستانه د ترکیې له لارې جرمني ته تللې ده.

جرمني په تېره مې میاشت کې د کډوالو د منلو پروګرام وځنډاوه خو دوه ځلې مخکې یې هم هغه افغانان منلي دي چې وايي، په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له اسلام اباده جرمني ته رسېدلي افغانان د ښه راتلونکي هیله لري

دا افغانان لومړی هانوور ښار ته او له هغه ځایه د جرمني نورو ښارونو ته استول شوي دي.

اوس مهال زرګونه افغانان په پاکستان او نورو هېوادونو کې مېشت دي او په پرمختللو هېوادونو کې د کډوال په توګه د منل کېدو په انتظار دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې شاوخوا "۲،۶۰۰ افغانان" چې "په ځانګړي ډول له خطر سره مخامخ دي جرمني ته د تګ په انتظار په پاکستان کې مېشت دي."

په داسې حال کې چې د روانې میاشتې له پیل راهیسې له پاکستانه د افغانانو د ایستلو دویم پړاو روان دی او داسې اندېښنې دي چې اسلام اباد ښايي غربي هېوادونو ته د تګ منتظر افغانان هم وباسي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې اړه له پاکستانیو چارواکو سره "نېږدې همغږي" لري او د هغو افغانانو لېږد ته ژمن دي.

المان غږ ووبپاڼه وايي چې برلېن د روان کال په فبرورۍ او مارچ کې په درې چارټر پروازونو کې ۴۶۱ افغانان جرمني ته ولېږدول.

د جرمني په ګډون یوشمېر غربي هېوادونو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له خطر سره مخامخ لسګونه زره افغانان خپلو ملکونو ته لېږدولي دي.