د ایران ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمينځ د روغې جوړې وړاندیز کړی

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د افغانستان او پاکستان ترمينځ د تاوتریخوالي د حل لپاره د مرستې وړاندیز کړی دی.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۸مه د اقتصادي همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره وکتل او د کابل او اسلام اباد ترمينځ يې د ترینګلتیاوو په هوارولو کې مرستې ته چمتووالی څرګند کړ.

پزشکيان وویل، اسلامي هېوادونه باید د شخړو د کمولو لپاره "یو موټی" کار وکړي او د ګډو ګواښونو پر وړاندې "یووالی وساتي”. هغه ټینګار وکړ چې باید په سیمه کې د کړکېچونو د مخنیوي لپاره هڅې وشي.

نوموړي دا وړاندیز په داسي حال کې وکړ چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستانيو چارواکو ترمينځ د سولې او اوربند څلور ورځنۍ خبرې اترې حل لارې نه دې رسېدلي.

دا تر هغه وروسته ده چې دواړو لوريو په دوحه کې د قطر او ترکيې په مينځګړتوب د اوربند د موافقې په تړاو د اکتوبر پر ۲۵مه دويمه ناسته پيل کړه.

تر هغه وړاندې، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د اکتوبر پر ۱۸مه په دوحه کې سره کتلي ول او د اوربند پر هوکړې سربېره يې د اوسنیو خبرو پرېکړه هلته کړې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران له ولسمشر سره په خبرو کې وويل چې اختلافات باید د سوله‌ ییزو خبرو له لارې حل شي.

نقوي ټینګار وکړ چې سیمه‌ ییزې ترینګلتیاوې باید نورې زیاتې نه شي، ځکه دواړه هېوادونه لا هم د خبرو د ناکامۍ پر سر یو بل ملامتوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ایران ولسمشر ته دا هم وویل چې "ترهګري او کډوالي" د ایران او پاکستان ګډې اندېښنې دي او زیاته یې کړه چې د دواړو ګاونډیو ترمينځ اوسنۍ همکاري به اغېزمنې پایلې ولري.