باجوړ سیاسي ګوندونه: ریاست دې ولس له وسلوالو وژغوري او په خپله دې هم د خلکو له "ځورولو" ډډه وکړي

د باجوړ د پخواني احتجاج انځور.

د باجوړ یو شمېر سیاسي ګوندونو د اکتوبر پر ۲۷مه د ناامنیو او په پوځي عملیاتو کې د ولسي وګړیو په مبینه توګه د ځورول کېدو پرضد مظاهره کړې ده.

د جمعیت علما اسلام (ف)، عوامي نېشنل ګوند، جماعت اسلامي، تحریک انصاف او ځینو نورو ګوندونو استازیو دې ولسي غونډې ته ویناوې وکړې.

ویناوالو ويلي چې دا د ریاست زمه واري ده چې هم یې له وسلوالو وساتي او هم یې په خپله امنیتي ځواکونه ونه وژني.

د عوامي نېشنل ګوند مخکښ او له باجوړه د صوبايي اسمبلۍ غړي نثار باز په خپله وینا کې پر صوبايي او مرکزي حکومت غږ وکړ چې د ده په وینا، پوځ دې د عام ولس له ځورولو منع کړي.

(په ماموندو کې بریدونه کېږي، په چارمنګ کې بریدونه کېږي او مارټر ګولۍ ورېږي، صوبايي او وفاقي حکومت دا اییني واک لري چې پوځي اسټبلشمېنټ پر ولسي خلکو له داسې بریدونو را وګرځوي.)

د باجوړ انتظامي او امنیتي چارواکو په وار وار ویلي چې دوی د وسله والو پرضد عملیات کوي او د عام ولس ژوند او مال ساتلو ته پاملرنه کوي.

دا هم وګورئ:

خيبر پښتونخوا اعلا وزیر: پوځي کاروایانو کې ولس ځورېدلی نو ځکه د نورو عملیاتو حمایت نه شو کولایعیني شاهدان: په تيرا کې په هوايي بريد کې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي ديد بنو د مومندخېلو جرګې پر حکومت د امنیت ښه کولو غږ کړی دی

نه يوازې په باجوړ بلکې په نورو قبايلي سيمو کې هم خلک ورته غوښتنې لري. د اکتوبر پر ۲۷مه د بنو مومندخېلو قبیلې د یوې جرګې له لارې پر حکومت غږ کړی چې دوی ته دې امنیت ورکړي او د وسلوالو ضد د روانو پوځي عملیاتو پر مهال دې ولسي خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو له رسولو ډډه وکړي.

د خیبر پښتونخوا نوي منتخبه شوي اعلا وزیر سهېل اپرېدي هم د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه په باړه کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ويلي ول چې د وسلوالو ضد په پوځي عملیاتو کې ولسي خلک ځپل شوي نو ځکه د نورو پوځي عملیاتو حمایت نه شي کولای.

هغه زیاته کړې وه: "موږ امن پاڅونونه وکړل او په ریاست مو غږ وکړ چې نوره قرباني نه شو ورکولای خو د دې باوجود په دې سیمه کې د یوه بل پوځي اپرېشن تیاري روانه ده. د جېټ جهازونو نه بمبارۍ کېږي. په تیرا کې د پاکستان د پوځ په یوه هوایي برید کې تر شلو نه زیات بې ګناه وګړي ووژل چې بیا چې کله د داسې پېښو پرضد احتجاج کوو نو راباندې امنیتي ځواکونه نیغ په نیغه ډزې کوي او مظاهره چیان مو په نښه کوي. نو موږ یو ځلې بیا څنګه قرباني ورکړو."

د دې ترڅنګ په بکاخېلو، جانيخېلو، لکي مروت او وزیرستانونو کې هم په پرلپسې د ناامنیو پرضد جرګې او لاریونونه شوي دي.

دوی نه یوازې په سیمه کې د امن پر ټینګښت ټینګار کړی بلکې وخت پر وخت یې امنیتي ادارې په دې هم تورنې کړې دي چې ګواکې هغوی د وسله والو پرضد جدي او عملي ګامونه نه پورته کوي.

د پاکستان وفاقي حکومت او پوځ د اعلا وزیر د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دې ويلي البته تر دې وړاندې يې تل ويلي چې سيمې ته د امنیت ورکولو ته ژمن دي او وسلوالو ته اجازه نه ورکوي چې حکومتي عملداري وننګوي. وفاقي حکومت او پوځ وايي چې په قبايلي ضلعو کې يې د امنیت راوستو لپاره هلته د مېشتو وسلوالو ضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په پوځي عملیاتو کې د ولسي خلکو د وژنو په اړه هم حکومت دريځ لري چې هڅه کوي چې ولسي وګړیو ته زیان ونه رسېږي.