خيبر پښتونخوا کې ډېنګي تبې دوه کسان مړه کړي دي

د پېښور په يو روغتون کې د ډېنګي تبې ناروغان تر درملنې لاندې دي ـ انځور له ارشيفه

په خيبرپښتونخوا کې د روغتیا چارواکي وايي چې په هغه صوبه کې د ډېنګي تبې دوه ناروغان مړه شوي دي.

چارواکو زياته کړې چې تر نن (د اکتوبر تر ۲۳مې) په خيبر پښتونخوا کې د ډېنګي تبي د ناروغانو شمېر له ۳،۸۰۰ اوښتی دی.

په صوبه کې تر ټوله زياته اغېزمنه ضلع چارسده ده چيرې چې له ۱،۰۰۰ زيات کسان ډېنګي تبې اغېزمن کړي دي.

چارواکي وايي چې زياتره ناروغان اوس ښه شوي او ډېر کم ناروغان لا هم په روغتونو کې داخل دي.

د خيبر پښتونخوا د روغتيا ادارې چارواکو د اکتوبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې هغوی د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره هر ډول ګامونه پورته کړي او په ولاړو اوبو کې د ډېنګي ماشو د وژلو لپاره يې دواپاشي هم کړې ده.

روغتیاپالان وايي، ډېنګي ناروغي د ماشو د چيچلو له وجې کېږي. دا ماشي په ولاړو او رڼو اوبو کې هګۍ اچوي.

د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې انتظامي چارواکو وخت په وخت د خلکو د پوهاوي او له ناروغۍ څخه د ځان ساتنې لپاره کيمپونه هم لګولي دي.