اسراييلو ويلي چې د غزې اوربند بېرته پیل شوی دی

اسراييلو د اکتوبر پر ۱۹مه پر غزه بريد وکړ.

د اسراییلو پوځ وایي چې د ۲ سرتېرو له وژلو او بیا پر غزه يې له هوایي بریدونو وروسته د غزې اوربند پېرته پیل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د امریکا په منځګړیتوب نافذ شوی اوربند د اکتوبر پر ۱۹مه هغه مهال مات شو چې وسلوالو دوه اسراییلي سرتېري ووژل او بیا اسراییلو پر غزې هوایي بریدونو وکړل چې پکې ۲۶ فلسطینان ووزل شول.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې ممکن د حماس وسلوالې ډلې مشران د اوربند په سرغړونه کې ښکېل نه وي. امریکا او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي، نه پوهېږي چې د اسراییل هوایي بریدونه د توجیه وړ دي او که نه، خو په وینا یې وروسته به په دې اړه نور جزیات ورکړي.

غزه کې د اوربند له بیرته نافذېدو سره سم دغې جګړه ځپلې سیمې ته د اکتوبر پر ۲۰مه د مرستو رسول هم له سره پيل شوي دي.

د امریکا، مصر، ترکیې او قطر مشرانو د اکتوبر پر ۱۳مه د مصر په تفريحي ښار شرم الشيخ کې د غزې د اوربند اعلامیه لاسلیک کړه. په دې اقدام سره د اسراييلو او حماس ترمينځ په غزه کې څه باندې دوه کلنه جګړه په رسمي ډول پای ته رسېدلې وه.

حماس، چې امريکا او اروپا يې ترهګره ډله پېژني، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۶،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

پر غزې د اسراییلو د پراخو بریدونو په غبرګون کې په وروستيو کې د اروپا يوشمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.