روسيې یو ځل بیا د اوکراين پر بېلابېلو سیمو هوايي بريدونه کړي دي

د اکتوبر پر ۱۹مه د اوکراين پر دنيپروپېتروفسک سيمې د روسيې تر بريدونو وروسته ورانی تر سترګو کېږي.

د اوکراین چارواکي وايي چې روسیې د اکتوبر پر ۱۸مه شپې مهال د دغه هېواد پر بېلابېلو ښارونو يوشمېر بريدونه کړي دي.

چارواکو زياته کړې ده چې خارکییف، سومي او زپورېژيا هغه سیمې دي چې د روسیې جنګي الوتکو یې ښارونه له لیرې واټنه د اداره کېدونکو بمونو په وسیله په نخښه کړي دي.

د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې اعلان کړی دی چې د خارکییف سیمې د لوزووا ښار پر يوې استوګنيزې سيمې د برید پرمهال څلور کسان ژوبل شوي دي.

د راپورونو له مخې د روسیې بې پیلوټه الوتکې په چرنیهو او دنیپروپېتروفسک ښارونو کې هم لیدل شوې دي.

د دې بريدونو د تلفاتو په اړه نور تفصيل نه دی ورکړل شوی خو د انرژۍ د یوه سیمه يیز شرکت د چارواکو په وینا، په چرنیهو کې د دوی د انرژۍ د تاسیساتو یوه برخه په نخښه شوې ده.

د دې پېښې په نتیجه کې د اوکراین د شمال د شاوخوا ۱۷،۰۰۰ اوسېدونکو لپاره د برېښنا ورکړه په ټپه درېدلې ده.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرتېرو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي.

روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي. بلخوا د هغې جګړې ختمولو لپاره لا د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.