له افغانستان سره د لارو بندېدو له امله په پاکستان کې د مېوو او سبزيانو نرخونه زيات شوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خيبر پښتونخوا د مېوو او سبزيانو سوداګر وايي چې د پاکستان او افغانستان تر مينځ د سرحدي لارو بندېدو له امله پاکستان ته د سبزيو او مېوو راتګ بند شوی چې ورسره د سبزيانو او مېوو نرخونه زيات شوي دي. کاروباريان وايي چې پر تورخم دروازه د مېوو ګاډي ولاړ دي خو د اجازي نه لرلو له امله مېوې پاکستان ته نه شي راوړلای او په لار کې خرابېږي. ويډيو رپورټ