باجوړ کې د درملو په مارکيټ کې بمي چاودنه شوې

د باجوړ په خار کې تر يوې بمي چاودنې وروسته ځايي خلک ملبه ليرې کوي ـ پخوانی انځور

پولیس وايي د خیبر پښتونخوا په باجوړ ضلع کې د درملو (دوایانو) په یو بازار (مارکيټ) کې چاودنه شوې ده.

د باجوړ پولیسو مشال راډيو ته زياته کړې چې چاودنه د اکتوبر ۱۶مې او ۱۷مې په مينځنۍ شپه په خار هیډکوارټر کې وشوه، خو د دوی په وينا هغه مهال بازار بند وو نو ځکه پکې چا ته ځاني زیان نه دی رسېدلی.

د پولیسو په خبره چاودنه د ډاکټر مشتاق په نوم د ماشومانو د يو ډاکټر د کلینيک مخې ته هغه وخت وشوه، چې هلته وار د مخه اېښودل شوي بارودي مواد وچاودېدل.

تر اوسه چا د پېښې ذمه واري نه ده منلې.

نن (د اکتوبر پر ۱۷مه) د مارکیټ دوکاندارانو د پېښې خلاف احتجاج کړی او په چاودنه کې يې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د اکتوبر پر ۱۵مه ماخوستن مهال په باجوړ کې د قامي اسمبلۍ غړي او د پاکستان د وزیراعظم د سلاکار مبارک زېب پر حجره د لاسي بم برید شوی وو چې پکې هېڅ مرګژوبله نه وه اوښتې.

د باجوړ په ګډون، په وروستیو کې په شمالي وزیرستان، بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.