د سوات بابوزۍ جرګې د نشيي توکو پرضد د عملي اقداماتو پورته کولو غوښتنه کړې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې په نشو روږد کس د سړک پر غاړه ناست دی ـ انځور له ارشيفه

په سوات کې بابوزۍ جرګې د اکتوبر پر ۱۱مه په يوه غونډه کې په سيمه کې د نشيي توکو پرضد د عملي اقداماتو پورته کولو غوښتنه کړې ده.

د سوات پرېس کلب په تالار کې د قامي تړون بابوزۍ جرګه کې د سیمې مشرانو، د مدني ټولنې غړو، ځوانانو او خبریالانو ګډون کړی وو.

په غونډه کې د نشيي توکو د مخنیوي او په نشو د روږدو کسانو د بیا رغونې پر موضوع تفصيلي خبرې وشوې. ګډونوالو په خپلو ویناوو کې وویل چې د حکومتي ادارو هڅې ناکافي دي او د نشيي‌ توکو کاروبار ورځ تر بلې پراخېږي. د ګډونوالو په خبره په سيمه کې ځوانان په ايس نشه اخته شوي چې د اندېښني وړ خبره ده.

د جرګې مشرانو وویل چې وخت رارسېدلی چې ولس، تعلیمي ادارې، دیني مشران او ټولنیز فعالان په ګډه د نشيي توکو پرضد مبارزه پیل کړي.

جرګې له حکومته غوښتنه وکړه چې د نشيي توکيو پر ضد ځانګړي قانوني اقدامات وکړي، د خرڅوونکو پر ضد بې‌ پرې عملیات وکړي، او په نشو د روږدو کسانو لپاره د بیا رغونې مرکزونه جوړ کړي.

د سوات ضلعي انتظامیې او د پولیسو استازو بیا ويلي دي چې دوی د نشيي توکيو د کاروبار کوونکو پر ضد ځانګړي عملیات پیل کړي او تر دې دمه يې يو شمېر کسان نيولي دي.