باجوړ کې پر يوشمېر کورونو د هاوان مرميو لګېدو ۳ کسان وژلي، ۵ ژوبل دي

د پاکستان امنيتي سرتېري د خيبر پښتونخوا په يوه غرييزه سيمه کې له خپلې پوستې سره ولاړ دي ـ پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا د باجوړ په ماموند سیمه کې په یو شمېر کورونو د هاوان مرميو (مارټر ګولو) لګېدو په نتیجه کې درې تنه وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د باجوړ پولیس یو چارواکي، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اکتوبر پر ۱۰مه په چینګي کلي کې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پرمهال پر کورونو د هاوان مرمۍ ولګېدې چې دغه مرګژوبله يې رامينځ ته کړه.

تر دې پېښې سمدستي وروسته د وژل شويو کسانو خپلوانو او سیاسي او مدني فعالانو د باجوړ خار روغتون مخې ته احتجاج وکړ او له حکومته یې د انصاف غوښتنه کوله.

وروسته د خار مرستيال انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) صادق علي خان له احتجاج کوونکو سره مذاکرات وکړل او ويې ویل چې د پېښې پلټنې روانې دي او ریاستي ادارې او انتظامیه د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

په خیبرپښتونخوا او په ځانګړې ډول په قبایلي ضلعو کې پر کورونو د هاوان مرميو او ډرون بريدونو پېښې وړاندې هم شوې دي چې پکې عام خلک وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

د اګست پر ۲۸مه د باجوړ په نښتر کلي کې پر يو کور د هاوان مرمۍ لګېدو په پېښه کې يو کس ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د باجوړ په ګډون په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي.