امیر خان متقي: د پاکستان هوايي بریدونه یوه لویه تېروتنه ده
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اکتوبر پر ۱۰مه پاکستان تورن کړ چې د افغانستان پولې ته نېږدې یې هوايي بریدونه کړي، او دا یې د اسلام اباد له لوري یوه ستره تېروتنه وبلله. متقي، چې دا مهال د هند په رسمي سفر دی، د اکتوبر پر ۱۰مه خبریالانو ته وویل چې په سرحدي سیمو کې بریدونه شوي او دا ډول اقدامات د ستونزو حل نه دی. اسلام اباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوال له افغانستان څخه فعالیت کوي خو کابل دا تورونه رد کړي دي. په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور: