اتحاد هوايي شرکت کابل ته الوتنې پیلوي

د اتحاد هوايي شرکت يوه الوتکه د امريکا پر لاس اېنجلس هوايي ډګر ښکته کېږي ـ انځور له ارشيفه

د متحده عربي اماراتو اتحاد هوايي شرکت اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر له ۱۸مې څخه به کابل ته الوتنې پیلوي.

اتحاد هوايي شرکت د اکتوبر پر ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې اقدام سره به د دغه شرکت سیمه ییزه شبکه نوره هم پراخه شي.

د دغه شرکت اېير‌بس اې ۳۲۰ الوتکې به کابل ته په اونۍ کې درې الوتنې کوي.

تر دې وړاندې فلای دوبی هوايي شرکت هم کابل ته الوتنې پیل کړې وې.

په دوبۍ کې د افغانستان د سوداګریزې شورا د معلوماتو له مخې، په متحده عربي اماراتو کې شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ افغانان مېشت دي.

د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته اکثرو بهرنیو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ودرولې، خو په وروستیو دوو کلونو کې د ترکیې هوايي شرکت "ترکش اېیرلاینز" په شان ځینو بهرنیو هوايي شرکتونو کابل ته الوتنې بیا پیل کړې دي.