د افغانستان او بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې د ۵۰ اووريزې لوبلړۍ دويمه سيالي کوي.
د متحده عربي اماراتو د ابوظهبۍ په لوبغالي کې دغه لوبه د اکتوبر پر ۱۱مه (نن) د پېښور پر وخت د مازيګر پر پینځه او د کابل پر څلور نيمو بجو پيلېږي.
تر دې وړاندې، د اکتوبر پر اتمه په لومړۍ يو ورځنۍ يا ۵۰ اووره لوبه کې افغانستان بنګلادېش ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړې وه.
د دواړو هېوادونو ترمينځ به درېيمه او وروستۍ لوبه د اکتوبر پر ۱۴مه کېږي.
تر ۵۰ اووريزو سياليو وړاندې، افغانستان او بنګلادېش درې ۲۰ اووريزه سیالۍ هم وکړې چې ټولې بنګلادېش وګټلې.