هند: د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره به پر دوه اړخېزو او سيمه ییزو اړیکو خبرې کېږي

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روان ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر ۲۷مه په کابل کې د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي آنند پرکاش سره ملاقات کړی وو. پخوانی انځور

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره به د هندي چارواکو خبرې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه يیزو مسایلو په اړه وي.

دا خبره د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال نن (اکتوبر نهمه) پر خپله اېکس پاڼه د امیر خان متقي هند ته د رسېدو له خبر سره سم کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د اکتوبر پر اتمه شپې مهال پر خپله اېکس پاڼه په یوه غږیز پیغام کې ويلي چې متقي د هند په رسمي بلنه نوې ډيلي ته روان شوی او تمه ده چې له خپل هندي سیال اېس جې شنکر او نورو چارواکو سره پر سیاسي، اقتصادي، تجارتي او د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په اړه بحثونه وکړي.

دا په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هند ته د طالبانو د تر ټولو جګپوړي ډيپلومات لومړنی سفر دی. د هندي رسنیو د راپور له مخې دا سفر پينځه ورځنی دی.