پاکستان پوځ: په درابڼ کې د عملیاتو پر مهال يو پوځي افسر او اووه وسلوال وژل شوي

د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کې د وسلوالو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی. پخوانی انځور

د پاکستان پوځ وايي چې د اکتوبر پر اتمه د ډېره اسماعيل خان په درابڼ تحصيل کې د عملیاتو پر مهال اووه وسلوال او د پوځ يو افسر وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر نهمه رسنیو ته په استولي بیان کې ويلي چې د اکتوبر پر اتمه نېټه د جاسوسي معلوماتو پر اساس پوځی سرتېرو په درابڼ کې د وسلوالو ضد عملیات کول چې پر دې مهال يې له وسلوالو سره نښته وشوه.

بیان زیاتوي چې د نښتې پر مهال اووه وسلوال او د پوځ يو افسر مېجر سبطین حيدر وژل شوي دي. بیان وايي چې ۳۰ کلن مېجر سبطين د کوټې ښار اوسېدونی دی.

ځينو ځايي چارواکو چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه څرګندولو په شرط مشال رېډيو ته ويلي چې نښته د درابڼ په موسا زی کوټ الله داد سيمه کې شوې ده چې پکې د وژل شویو وسلوالو شمېر پینځه دی. د وسلوالو کومې ډلې په دې اړه لا څه نه دي ويلي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې تر دې يوه ورځ وړاندې د اکتوبر پر اوومه نېټه په کورمه کې په وسلوال بريد کې د يوه کرنېل او یوه مېجر په ګډون ۱۱ پوځي سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر اتمه نېټه رسنیو ته ویلي ږل چې د اکتوبر د اوومې او اتمې نېټې په منځنۍ شپه د پاکستان پوځ په سیمه کې عملیات کول چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې. په بیان کې پوځ ته د اوښتي زیان پخلی هم شوی وو.

په کورمه کې يوه لوړپوړې امنيتي چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لری، د نوم نه ښوولو په شرط مشال رېډیو ته ويلي ول چې د پوځ او وسلوالو ترمنځ جګړه د منځنۍ کورمې په علي شېرزو بانډه کې شوې وه.

چارواکی زیاته کړې وه چې تر دې وړاندې د اکتوبر پر شپږمه وسلوالو د پوځ پر جوګي کلا برید کړی وو چې د پلټنو لپاره د یو کرنېل په مشرۍ د پوځ يوه ډله له اورکزو هلته ورغلې وه چې له هغې سیمې څخه د ستنېدو پر وخت يې پر قافله وسلوالو برید وشو.

ناقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د بريد ذمه واري منلې ده.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د درابڼ په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.