نن د اکتوبر پر اتمه د نړۍ په بازارونو کې د سرو زرو د هر اونس بیه له ۴۰۰۰ ډالرو څخه اوښتې ده.
رویټرز خبري اژانس ليکي چې د سرو زرو بیه ۱۷ فیصده لوړه شوې او د هر اونس بیه یې له ۴ زره او ۱۱ ډالرو څخه لوړه شوې ده.
د سرو زرو بیه د روان ۲۰۲۵ز کال له پیل راهیسې ۳۵ فیصده لوړه شوې ده.
رویټرز، د اقتصادي چارو پوهانو په حواله وایي چې ویلي یې دي، په نړۍ کې د سرو زرو د بیې د لوړوالي یو لامل دادی چې د نړیوالې اقتصادي او جیوپولیټیکي بې ثباتۍ د زیاتوالي شرایطو ته په پام، د خوندي پانګونې لپاره د پانګوالو لیوالتیا زیاته شوې ده.