پوليسو په جنوبي وزیرستان کې د خلکو د خپلمنځي شخړو د هواري لپاره کمېټۍ جوړه کړې ده

پښتانه زیاتره لانجې د جرګو له لارې هواروي. پخوانی انځور

پولیس وايي چې په جنوبي وزیرستان کې د خلکو د خپلمنځيو شخړیو د هواري لپاره يې یوه مصالحتي کمېټۍ جوړه کړې ده.

د بره جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر ارشد محمود د اکتوبر پر اتمه مشال رېډيو ته وویل چې وړاندې به د ولس خپلمنځي شخړې ځايي جرګې هوارولې خو اوس خلک کولای شي خپلې مسیلې د ډسپیوټ ريزولېشن کونسلز (ډی ار سيز) له لارې حل کړي.

د پولیسو تر واک لاندې د شخړې د هواري شوراګانې (ډسپیوټ ریزولېشن کونسلز) په نوم نظام د شخړو د حل یو متبادل نظام دی چې دا وخت د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې فعال دی.

د ارشد محمود په خبره، د مصالحتي کمېټۍ غړي به د قانون او دود مطابق د لانجو د حلولو هڅه کوي. هغه زیاته کړه چې په دې کمېټۍ کې ولسي استازي، خبریالان، وکیلان او ځايي مشران د غړیو په حیث کار کوي او دوی به ځان له یو سیکټر منتخبوي. د ده په وینا، تر اوسه پورې کمېټۍ پینځه شخړې حل کړې دي.