بنګلادېش کې د کښتیو ګرځنده ښوونځي د ماشومانو د تعلیم وسیله ګرځېدلې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د بنګلادېش په سیلاب ځپلې سیمه چالان بیل کې د کښتیو ګرځنده ښوونځي ماشومانو ته د زدکړې زمینه برابروي. دغه نوښت د یو غیر سرکاري سازمان لخوا پرمخ وړل کېږي چې له مخې یې په کښتیو کې ښوونکي د بېلا بېلو ټولګيو ماشومانو ته زدکړې ورکوي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس له ویډيو جوړ راپور.