په سعودي کې اوس د هر ډول ویزې لرونکي کسان عمره کولای شي

د سعودي په مکه ښار کې زيارت کوونکي د کعبې شاوخوا طواف کوي.

د سعودي عرب د حج او عمرې وزارت اعلان کړی دی چې په هغه هېواد کې د هر ډول ويزه لرونکي کسان اوس کولای شي چې عمره وکړي.

وزارت د اکتوبر پر پينځمه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د شخصي، کورنۍ، برېښنايي سيلګريزه، ټرانزيټ، کاري او د نورو ویزو لرونکي کسان عمره ادا کولای شي.

وزارت زیاتوي، دا اقدام د عمره کوونکو لپاره د اسانتیاوو زياتولو او د حج او عمرې خدماتو ته د لا پراخ لاسرسي برخه ده.

د بیان له مخې، دا ګام د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مسلمانانو راتګ ته لاره اسانوي او هغوی ته د مذهبي فریضې د ادا کولو لپاره ارام او مناسب چاپيریال برابروي.