سرينګر کې مالش کوونکي د هډوکو او عضلاتو د دردونو درملنه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د هند تر واک لاندې کشمیر په سرينګر سيمه کې یو شمېر داسې کسان شته چې د مساج يا مالش په کولو سره د خلکو د هډوکو او عضلاتو د دردونو درملنه کوي. دا کسان وايي چې د مساج کار یې له لسیزو روان دی او د خلکو خدمت کوي. بلخوا بیا ډاکټران وايي چې خلک باید د هرې روغتیايي ستونزې د درملنې لپاره مستند ډاکټر ته ولاړ شي ځکه چې د مساج کوونکو په څیر د غیر مستنده کسانو په علاج یې تکلیف زیاتېدای شي. د رویټرز خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.