د بونیر د پیربابا بازار دوکانداران د خپل روزګار بیا پیلولو لارې چارې لټوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په اګست میاشت کې خیبر پښتونخوا صوبه سختو ورښتونو او سېلابونو وځپله. د بونېر ضلع هم د خلکو د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو شاهده وه. همدارنګه د پیربابا بازار له یونیم زر دوکانونو څخه یې تر نیمايي زیات سېلابونو وځپل. که څه هم حکومت د هر ړنګ شوي دوکان مالک ته د پینځو لکو روپو ورکولو ژمنه کړې او ځینو ته دا مرستې ور رسېدلې هم دي خو دوکانداران وايي تاوان یې تر دې څو چنده زیات شوی دی. په ورته وخت کې ځیني خیریه ادارې او سیاسي ګوندونه هم له دوکاندارانو او کاروباریانو سره د هغوی د روزګار په بیا بحالولو کې مرسته کوي.
د مشال راډیو خبریال له بونیره راپور رالېږلی دی.