د ازادې اروپا راډیو خبریال ایهار لوسیک د بېلاروس له زندانه خوشې شو

د بېلا روس چارواکو ۳۳ کلن لوسیک د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې نیولی او په ۱۵ کاله بند یې محکوم کړی وو - د ارشیف انځور

د بېلاروس په زندان کې تر پینځو کلونو پورې له بند تېرولو وروسته د ازادې اروپا راډیو خبریال ایهار لوسیک خوشی شو.

ایهار لوسیک د سېپټېمبر پر ۱۱مه د شمالي بېلاروس له زندان څخه تر وتلو څو ساعته وروسته له ۵۱ نورو کسانو سره ګاونډي هېواد لیتوانیا ته ورسېد.

د نوموړي له ازادېدو وروسته د ازادې اروپا راډیو مشر سټیفن کېپس د لېتوانيا له سرښار ویلنیوس څخه په یوه بیان کې وویل، "موږ د ولسمشر ډانالډ ټرمپ څخه ډېره مننه کوو چې د بېلاروس چارواکو لخوا په غیر عادلانه ډول د زنداني شوي یو بل زړور خبریال خوشې کول یې يقيني کړل."

د ازادې اروپا راډیو مشر د امريکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو، د نورو امریکايي چارواکو، د لیتوانیا د حکومت او د مطبوعاتو د ازادۍ ټولنې لخوا د ازادې اروپا راډيو د بندي خبریالانو د دوامداره ملاتړ لپاره د لوبول شوي رول ستاینه وکړه.

مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو څانګه ده او مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.

د بېلا روس چارواکو ۳۳ کلن لوسیک د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې نیولی او په ۱۵ کاله بند یې محکوم کړی وو. پر نوموړي د ډله ییزو بلواوو تنظیمولو، په ډله ییزه ګډوډۍ کې برخه اخیستلو، ټولنیز نفرت ته د لمن وهلو او د ۲۰۲۰ز کال د اګست د جنجالي ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ناکراریو پورې اړوند تورونه لګول شوي ول. خو لوسیک، ازادې اروپا راډيو او لویدیزو حکومتونو په وار وار ويلي وو چې د دغو تورونو تر شا سياسي محرکات دي.